news اخبار فوری
clock

مسکو – د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین: د روسیې درې‌ګونې هستوي ځواک د نړۍ تر ټولو پرمختللی نظام دی

مسکو – د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین: د روسیې درې‌ګونې هستوي ځواک د نړۍ تر ټولو پرمختللی نظام دی

مسکو – د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ یا کرملین ویاند، دیمیتري پسکوف، اعلان کړی چې د روسیې درې‌ګونې هستوي ځواک (ځمکنی، سمندري او هوايي اټومي ځواک) په بشپړ ډول نوسازی شوی او اوس د نړۍ تر ټولو پرمختللی او ځواکمن دفاعي سیستم بلل کېږي

پسکوف زیاته کړه چې مسکو د نړیوالې وسلوالې سیالۍ برخه نه ده، خو د خپلو ملي امنیتي ګټو د خوندیتوب لپاره د عصري دفاعي تکنالوژۍ لرل اړین بولي

د هغه په وینا، روسیه د هر ډول بهرني ګواښ پر وړاندې چمتو ده او د خپل اټومي ځواک د ثبات او اعتبار لپاره په دوامداره توګه نوې وسلې او تجهیزات ازمويي.

: نوموړي همداراز وویل

> «د روسیې درې‌ګونه هستوي سیستم، د نړۍ له هر بل ځواک څخه تخنیکي پلوه یو ګام وړاندې دی. دا سیستم زموږ د ستراتیژیک توازن بنسټ جوړوي او د روسیې د ملي حاکمیت تضمین دی

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې لوېدیځ هېوادونه د روسیې د نوي اټومي ازموینو او د وسلو پراختیا په اړه اندېښنه لري، خو کرملین ټینګار کوي چې د دې پرمختګ هدف یوازې دفاعي دی، نه تهاجمي

کارپوهان وايي، د روسیې د درې‌ګونې هستوي ځواک نوسازي کې د «یارس» بین‌قاره توغندیو، د «بوری» کلاس اټومي اوبتلونو او د ستراتیژیکو بم‌افکن الوتکو پرمختګ شامل دي، چې دا هېواد یې د نړیوالو ځواکونو په ډګر کې یو ځل بیا مخکښ کړی دی

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto