د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه مرکز له لوري د شمال زلزلهځپلو لپاره د مرستو سپارل د افغانستان هلالاحمر
د بلخ او سمنګان په ولایتونو کې د وروستۍ زلزله له امله د سلګونو کورنیو د متاثره کېدو وروسته، د سعودي عربستان د پاچا سلمان د بشري مرستو او خیریه مرکز د افغانستان له خلکو سره د همدردۍ او مرستې په توګه د خوراکي او غیرخوراکي توکو یو مهم محموله د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په کابل کې د سعودي سفارت له لارې د افغانستان هلالاحمر ټولنې ته وسپارله
د دې مرستو د سپارلو مراسم د سعودي سفارت په انګړ کې ترسره شول، چې پکې د سعودي د استازولۍ چارواکو، د افغانستان د هلالاحمر مسؤلینو او یو شمېر چارواکو ګډون کړی و
د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز استازي په خپلو څرګندونو کې وویل، دا مرسته د هغو کورنیو لپاره ده چې د وروستیو زلزلو له امله یې خپل کورونه، شتمنۍ او عزیزان له لاسه ورکړي دي. هغه زیاته کړه چې سعودي عربستان به د افغان ولس د ملاتړ او د بیړنیو حالاتو پر مهال د مرستو رسولو خپل انسانپال مأموریت ته دوام ورکړي
په ورته وخت کې، د افغانستان د هلالاحمر ټولنې مشرتابه له سعودي عربستان او د ملک سلمان له خیریه مرکز څخه مننه وکړه، او ډاډ یې ورکړ چې دا مرستې به په شفاف ډول د زلزلهځپلو اړمنو کورنیو ته ورسوي
د یادونې وړ ده چې د ملک سلمان مرکز له تېرو کلونو راهیسې د افغانستان له بېلابېلو سیمو سره د بشري، روغتیايي او بیړنیو مرستو په برخو کې فعاله ونډه لري، او دا ځل یې یو ځل بیا د افغان ولس د غم په ورځ کې د مرستې لاس اوږد کړی دی