news اخبار فوری
clock

افغان بنديان له پاکستان او عراق څخه خوشې او هېواد ته راستانه شول

افغان بنديان له پاکستان او عراق څخه خوشې او هېواد ته راستانه شول

 د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې ۴۳۳ تنه افغان مهاجر، چې د پاکستان او عراق په زندانونو کې بندیان وو، له بند څخه آزاد او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، ۴۳۰ تنه له سپین‌بولدک سرحد او درې تنه د نیمروز له لارې افغانستان ته داخل شوي دي
یاد وزارت وايي، دا کسان په پاکستان کې نږدې دوې میاشتې او په عراق کې شپږ میاشتې زندان کې تېرې کړې وې. د هغوی له بېرته راستنېدو وروسته، وزارت ژمنه کړې چې د ژوند د بیا پیل، سرپنا، روغتیايي خدمتونو او بشري مرستو په برخه کې به ورسره مرسته وشي

په ورته وخت کې، د وزارت د وروستي راپور له مخې، نزدې ۱۴ زره افغان مهاجر هم تیره ورځ له پاکستان او ایران څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
 د کډوالو وزارت ټینګار کړی چې هڅې روانې دي څو د ګاونډیو هېوادونو له چارواکو سره د افغان مهاجرو د قانوني وضعیت د ښه کولو، د اجباري ایستنو د مخنیوي او د انسان‌پاله چلند د تضمین لپاره دوامدارې خبرې ترسره شي
یو شمېر راستانه شوي مهاجر وايي، له سختو شرایطو او زنداني ژوند وروسته د خپل هېواد خاورې ته د رسېدو احساس ورته د نوې هیلې پیغام ورکړی 

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto