news اخبار فوری
clock

د امریکا د ولسمشر ټرمپ د «اوکراین سولې طرحه» د اروپا او امریکا تر منځ بې‌ساری کړکېچ راپارولی؛ اروپايي مشران د خپلواک دفاعي بلاک د جوړېدو غوښتنه کوي

د امریکا د ولسمشر   ټرمپ د «اوکراین سولې طرحه» د اروپا او امریکا تر منځ بې‌ساری کړکېچ راپارولی؛ اروپايي مشران د خپلواک دفاعي بلاک د جوړېدو غوښتنه کوي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د اوکراین د جګړې لپاره نوې طرحه – چې د اروپايي هېوادونو له مشارکته پرته او د روسیې د پراخو غوښتنو په پام کېنیولوسره جوړه شوې– د اتلانتیک دواړو غاړو تر منځ د ژور بې‌باورۍ څپه خوره کړې ده. اروپايي مشران وایي چې دا طرحه د دوی امنیتي اندېښنې له پامه غورځوي او د اروپا ګډ امنیت له خطر سره مخ کوي

 اروپايي غبرګون؛ «اروپا باید خپله ناټو ولري

مانفرد وِبر، چې د اروپايي پارلمان د تر ټولو ستر محافظه‌کار بلاک مشري کوي، د اروپايي اندېښنو څرګندونکی غږ و. هغه په یو څرګند خبرداري کې وویل:

موږ د تاریخ په حساسو شېبو کې یو. اروپا نور نشي کولی یوازې پر امریکا د امنیت لپاره حساب وکړي. اروپایي اتحادیه باید د یوې اروپايي ناټو په جوړېدو فکر وکړي

د هغه دا څرګندونې په بروکسل، برلین او پاریس کې د خطر زنګ بلل شوی او د دې نښه ګڼل کېږي چې اروپا د امنیتي تکیې نوی بدیل لټوي.

 اروپايي مشران د طرحې د نرمولو هڅه کوي، خو ناکامه

اروپايي هېوادونو، د څو ورځو پرله‌پسې ډيپلوماټیکو خبرو اترو وروسته، د ټرمپ په طرحه کې لږ بدلونونه راوستل؛ بدلونونه چې اروپایان یې «د روسیې په ګټه د طرحې» د تعدیل هڅه بولي

خو دغه بدلونونه هم ونه توانېدل چې اروپایي اندېښنې ختمې کړي، ځکه طرحه لا هم د اروپا د امنیتي اړتیاوو او د اوکراین د خپلواکۍ د ساتنې له ژمنو سره بشپړه همغږي نه لري

 د اروپايي سیاست نوې لاره: ډېر اتحاد، ډېر فشار، د بدترین سناریو چمتووالی

اروپايي سیاستوال، چې د ټرمپ ادارې ته د اروپا د امنیتي غوښتنو د له پامه غورځولو تورونه لګوي، اوس د دوو لورو تګلاره خپله کړې ده:

 اروپايي اتحاد پیاوړی کول 

پرتله زیات فشار د واشنګټن پر حکومت

د دې اقداماتو هدف دا دی چې اروپا د هغه احتمالي حالت لپاره چمتو کړي چې ښايي د تر ټولو بد سناریو په توګه مطرح شي — داسې سناریو چې اروپا او امریکا یې په فراآتلانتیک اړیکو کې پر دوه‌لارې ودروي

د باور د بحران ژورتیا

شنونکي وايي چې د ټرمپ طرحه یوازې یوه سیاسي پرېکړه نه ده، بلکې هغه ټکي ته اشاره کوي چېرې چې اروپا په لومړي ځل په جدي توګه د خپل امنیتي برخلیک د خپلواک جوړښت اړتیا احساسوي

اروپا دا پوښتنه اوس له ځان سره کوي:

«که امریکا زموږ امنیتي تضمین ونه کړي، موږ څه کوو

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto