بریانیوز:(شنبه۴ دلو۱۴۰۴) اسپانیا په رسمي ډول اعلان کړی چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د «غزې د سولې شورا» په نوم د وړاندیز شوې طرحې برخه نه ګرځي. له دې سره، اسپانیا د بریتانیا او فرانسې تر څنګ درېیم اروپايي هېواد شو چې د یادې شورا له ګډون څخه یې انکار کړی دی
د اسپانیا لومړي وزیر ویلي چې دا شورا د ملګرو ملتونو له رسمي چوکاټ څخه بهر طرحه شوې او د فلسطین د مشروع استازې ادارې، یعنې د فلسطین د خودمختاره ادارې، لپاره پکې هېڅ څرګند او اغېزمن رول نه دی ټاکل شوی. د هغه په وینا، هر هغه نوښت چې د فلسطین او اسراییلو د شخړې د حل ادعا کوي، باید د نړیوال مشروعیت، د ملګرو ملتونو د پرېکړهلیکونو او د فلسطیني ولس د سیاسي استازیتوب پر بنسټ ولاړ وي
د اسپانیا صدراعظم ټینګار وکړ چې د غزې د جګړې او روان بشري ناورین د پای ته رسولو یوازینۍ لار څو اړخیزه ډیپلوماسي، د نړیوالو قوانینو درناوی او د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې ګډ اقدام دی. هغه زیاته کړه چې موازي جوړښتونه، چې له نړیوالو اصولو سره سمون نه لري، د سولې پر ځای لا نورې ستونزې زېږوي
تر دې وړاندې، د فرانسې حکومت هم د ټرمپ دا نوښت رد کړی و او ویلي یې وو چې دغه طرحه د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې ده او د فلسطین د خلکو سیاسي حقونه پکې له پامه غورځول شوي دي. بریتانیا هم ورته دریځ خپل کړی او د شورا له ګډون څخه یې ډډه کړې ده
سیاسي شنونکي وایي، د اروپايي هېوادونو پرلهپسې انکار ښيي چې د غزې د جګړې په اړه یو اړخیز او له نړیوال اجماع پرته نوښتونه د منلو وړ نه دي. د دوی په باور، د غزې د سولې هره طرحه باید د فلسطینیانو مشروع غوښتنې، د دوه دولتونو حللار او د نړیوالو قوانینو اصول په پام کې ونیسي
دا پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې غزه لا هم له سخت بشري کړکېچ سره مخ ده او نړیوال فشارونه د جګړې د درولو، د اوربند د ټینګښت او د بشري مرستو د پراخېدو لپاره زیات شوي دي
د یادونې وړ ده چې اسپانیا په وروستیو میاشتو کې د فلسطین له خلکو سره د بشري مرستو او سیاسي ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ځان یې د منځني ختیځ د سولې د عادلانه او دوامدار حل پلوی بللی دی