د سوریې د ډموکراتیکو ځواکونو (قسد) عمومي قومندان، مظلوم عبدي، اعلان کړی چې دغه ځواکونه د سوریې د نوي دولتي جوړښت سره د «واقعي، هر اړخیز او دوامدار ادغام» لپاره بشپړ چمتووالی لري او د روان اوربند له ټولو مادو سره ژمن پاتې دي
عبدي ویلي چې قسد مشرتابه په دې وروستیو کې د عراق د کردستان په اقلیم کې له امریکایي پلاوي سره یوه مهمه او «پایلهبخښونکې» ناسته ترسره کړې ده. د هغه په وینا، په دې ناسته کې د سوریې د روان وضعیت، د امنیتي جوړښتونو د راتلونکې او د سیاسي حل پر لارو چارو ژور بحثونه شوي دي
د قسد قومندان ټینګار کړی چې د دوی موخه د سوریې د ملي یووالي ساتنه او د اوږدمهاله ثبات ټینګښت دی. هغه وویل:
«موږ د سوریې د نوي جوړښت برخه کېدل غواړو، نه دا چې یو موازي ځواک پاتې شو. زموږ ژمنتیا ریښتینې ده او هدف مو دا دی چې ادغام د عمل په ډګر کې وښودل شي، نه یوازې په کاغذ
د معلوماتو له مخې، د موجودې هوکړې له مخې به قسد ځواکونه په بېړني ډول د الرقه او دیرالزور ولایتونه د دمشق د نوي حکومت، چې د محمد الجولاني په مشرۍ یادېږي، ته وسپاري. همداراز به دغه ځواکونه د فرات سیند ختیځو سیمو ته شاتګ وکړي او په ټولو جبهاتو کې به سمدستي او عمومي اوربند نافذ شي
په دې هوکړه کې دا هم شامل دي چې د قسد غړي به د انفرادي میکانیزم له لارې د سوریې د دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې مدغم شي، څو د دولت تر قومندې لاندې یو منظم امنیتي جوړښت رامنځته شي. سربېره پر دې، د حسکه ولایت سرحدي لارې او د نفتو مهمې ساحې به د سوریې نوي حکومت ته وسپارل شي
سیاسي شنونکي وایي، که دا هوکړه په بشپړ ډول عملي شي، نو کولی شي د سوریې په شمال او ختیځ کې د کلونو امنیتي بېثباتۍ ته د پای ټکی کېږدي او د کورنۍ جګړې د دوام خطر راکم کړي. د دوی په باور، د قسد ادغام به د دولت د واک د پراخېدو او د موازي واکمنیو د له منځه تلو لامل شي
دا پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې سوریه د جګړې له کلونو وروسته د سیاسي بیاجوړونې له حساسو پړاوونو تېرېږي او نړیوالې هڅې روانې دي څو دا هېواد بېرته د ثبات پر لور روان شي
د یادونې وړ ده چې قسد د امریکا له ملاتړ څخه برخمن ځواک بلل کېږي او د دغه ځواک د ادغام اعلان د سیمې په سیاسي او امنیتي معادلو کې د پام وړ بدلون نښه ګڼل کېږي