بریانیوز(چهارشنبه، ۸ دلو۱۴۰۴) کابل – د افغانستان د پوهنې نظام د خپل تاریخ له تر ټولو سخت او نازک پړاو سره مخ دی؛ داسې پړاو چې د ښځینه ښوونکو پرلهپسې حذف او پراخو محدودیتونو یې د زدهکړو بنسټونه لړزولي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) تازه ارزونې ښيي چې د دې کړنو مستقیمه پایله د زدهکوونکو د زدهکړې د کیفیت کمزوري کېدل او د تعلیمي نابرابرۍ ژورېدل دي
د یونیسف د راپور له مخې، د زدهکړې کیفیت هغه مهال لوړ وي چې ښوونکي د پیاوړې علمي پوهې، مسلکي روزنې او لوړو تحصیلاتو څښتنان وي. خو په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د ښځینه ښوونکو له څنډې ته کولو سره، دا بنسټیز اصل له پامه غورځول شوی او د ښوونیز نظام پر راتلونکي یې دروند سیوری غوړولی دی
یونیسف ټینګار کوي چې ښځینه ښوونکي د زدهکړې په بهیر کې نه بدلېدونکی رول لري، په ځانګړي ډول د لومړنیو ټولګیو او نجونو د زدهکړې په برخه کې. د دې ادارې په وینا، د وړ او مسلکي ښځینه ښوونکو شتون کولای شي د زدهکوونکو د زدهکړې کچه لوړه کړي، د باور فضا پیاوړې کړي او ښوونیز چاپېریال لا خوندي او ټولشموله کړي
ښوونیز کارپوهان وایي، په ډېرو ولایتونو کې ښځینه ښوونکي د ښوونځیو د ستنو حیثیت لري. د هغوی لرې کول نه یوازې دا چې زرګونه ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې، له معیاري زدهکړې بېبرخې کړي، بلکې د ښوونې په سیستم کې یې ژوره تشه رامنځته کړې ده. د دوی په باور، دا وضعیت به په اوږدمهال کې د بشري پانګې، اقتصادي ودې او ټولنیز ثبات لپاره ناوړه پایلې ولري
یونیسف همداراز خبرداری ورکړی چې که پر ښوونې پانګونه ونه شي او د ښځینه ښوونکو د ګمارنې او روزنې مخه و نه نیول شي، نو د تعلیمي شاتګ بهیر به لا چټک شي. دا اداره د واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د پوهنې سکتور ته د یوې بېړنۍ او حیاتي اړتیا په توګه وګوري
په داسې حال کې چې میلیونونه افغان ماشومان له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي، د ښځینه ښوونکو حذف د هېواد د زدهکړې پر نظام یوه داسې ضربه بلل کېږي چې اغېزې به یې د نسلونو تر اوږدو پورې محسوسې وي. شنونکي وایي، د افغانستان د روښانه سبا لپاره د ښځو ګډون په ښوونه کې نه یوازې یو انتخاب، بلکې یو حیاتي ضرورت دی