ذبیحالله مجاهد د طالبانو د جزایي اصولنامې د دفاع پر مهال ویلي چې طالبان دین له هېچا نه زده کوي او د دې اصولنامې پر وړاندې نیوکه نه مني.
بریانیوز(پنجشنبه، ٩ دلو۱۴۰۴)
ذبیحالله مجاهد، د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند، وایي چې د دې ډلې جزایي اصولنامه یوه «شرعي اصولنامه» ده چې د اسلامي شریعت پر بنسټ جوړه شوې ده. نوموړی زیاتوي چې په اسلام کې دا یو اصل دی چې په یوه ټولنه کې افراد باید په درېیو درجو ووېشل شي. د هغه په وینا، په لومړۍ درجه کې علما شامل دي، په دویمه درجه کې مالداران او تاجران راځي، او په درېیمه درجه کې بیا غریب خلک ځای لري، او جزا به د هر شخص د ټولنیز موقف له مخې ورکول کېږي.
ښاغلی ذبیحالله مجاهد ادعا کوي چې که څوک پر دې اصولنامې نیوکه کوي، نو را دې شي او د شریعت په رڼا کې دې له دوی سره بحث وکړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د عدلیې وزارت د همدې جزایي اصولنامې پر وړاندې هر ډول نیوکه منع کړې ده او د نیوکې کوونکو لپاره یې سزاوې هم ټاکلې دي.
نوموړی همدارنګه وایي چې طالبان په دې اصولنامه کې د هېڅ چا مشوره نه اوري، نه د نړۍ د علماوو او نه هم د هېواد دننه د منتقدینو. د هغه په خبره، «موږ دین له هېچا نه دی زده کړی، بلکې نور باید راشي او له موږ څخه دین زده کړي.»
دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د طالبانو جزایي اصولنامې د ګڼو دیني عالمانو او پوهانو سخت غبرګونونه راپارولي دي. یاد منتقدین دا اصولنامه له اسلامي احکامو سره په ټکر کې بولي او ټینګار کوي چې دا ډول کړنې باید د اسلام له سپېڅلي دین سره ونه تړل شي.