news اخبار فوری
clock

مسکو – د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف: ایران د هرمز تنګي او خلیج فارس په لرلو ځانګړی ژئواستراتژیک اهمیت لري

مسکو –  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف: ایران د هرمز تنګي او خلیج فارس په لرلو ځانګړی ژئواستراتژیک اهمیت لري

بریانیوز(جمعه،٩ دلو۱۴۰۴) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، له ترکي رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې ایران د نړۍ له مخکښو د تېلو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی او ټینګار یې کړی چې امریکا هڅه کوي د دې هېواد د تېلو د بهیر کنټرول په خپل لاس کې واخلي. د هغه په وینا، واشنګټن د ایران د انرژۍ ظرفیتونو ته د اقتصادي او ستراتېژیک فرصت په سترګه ګوري

لاوروف وویل، د ایران جغرافیایي موقعیت له ونزوېلا سره بنسټیز توپیر لري. هغه زیاته کړه چې ونزوېلا په ازاد سمندر کې موقعیت لري، خو ایران د هرمز تنګي او خلیج فارس کنټرول ته نږدې پروت دی؛ هغه سمندري لارې چې د نړۍ د تېلو د لېږد لپاره حیاتي ارزښت لري. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په باور، همدا ژئواستراتژیک موقعیت ایران د نړیوالو قدرتونو، په ځانګړي ډول د امریکا، د پام وړ ګرځولی دی

د هغه په وینا، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ حکومت په ښکاره ډول اعلان کړي چې د نړیوالو انرژۍ لارو امنیت د واشنګټن له لومړیتوبونو څخه دی، او دا چاره د دې سبب شوې چې د ایران د ظرفیتونو پر وړاندې لېوالتیا او سیاسي فشارونه زیات شي. لاوروف ټینګار وکړ چې دا وضعیت د سیمې لپاره خطرناک تمامېدای شي که چیرې له احتیاطه کار وانه خیستل شيسرګي لاوروف وویل: «زه هیله لرم چې احتیاط او عقل سلیم بریالی شي.» هغه خبرداری ورکړ چې هر ډول شخړه یا ناڅاپي کړکېچ د خلیج فارس په څېر حساسو سیمو کې نه یوازې د سیمې، بلکې د نړیوال اقتصاد لپاره هم دروند قیمت لري

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، هم د ناوړه وضعیت د مخنیوي غوښتنه کړې ده. د لاوروف په وینا، ترکیه لکه روسیه چمتو ده چې د منځګړي رول ولوبوي او د کړکېچ د راکمولو لپاره سیاسي هڅې وکړي

هغه زیاته کړه چې مسکو له دواړو لورو، یعنې ایران او اسرائیل، سره ښې اړیکې لري او روسیه تل هڅه کړې چې د منځګړیتوب له لارې تاوتریخوالی کم کړي. لاوروف وویل: «له دې امله چې موږ له دواړو اړخونو سره اړیکې لرو، تل د منځګړیتوب هڅه کوو څو کړکېچ کنټرول او د شخړې د پراخېدو مخه ونیسو

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د منځني ختیځ وضعیت لا هم نازک بلل کېږي او د هرمز تنګي امنیت د نړۍ د سترو قدرتونو لپاره حیاتي ارزښت لري. شنونکي باور لري چې د روسیې او ترکیې د منځګړیتوب هڅې ښايي د سیمې د ثبات په ساتلو کې مهم رول ولوبوي، خو دا به تر ډېره د ښکېلو لورو د سیاسي ارادې او عقلانیت پورې تړلې وي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto