news اخبار فوری
clock

طالبانو تر واک لاندې بنسټونه د لوړو زده‌کړو اسناد ورکوي:

طالبانو تر واک لاندې بنسټونه د لوړو زده‌کړو اسناد ورکوي:
سرچینې: د طالبانو تر واک لاندې یو بنسټ د علمي معیارونو خلاف د دوکتورا او لسانس اسناد توزیع کوي

بریانیوز (شنبه، ١١ دلو ١٤٠٤)
بریانیوز داسې راپورونه ترلاسه کړی، چې د «عبدالله بن مسعود ټولنه» په نوم یو بنسټ، چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت پورې تړاو لري، د دې ډلې غړو ته د دوکتورا اسناد وېشي.
د سرچینو په وینا، دغه بنسټ نه یوازې د دوکتورا اسناد ورکوي، بلکې د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو د شرعیاتو استادان هم ټاکي. همدارنګه، د شرعیاتو د استادانو د عقایدو ارزونه او د هغوی له دندو څخه لرې کول هم د همدې بنسټ له لوري ترسره کېږي.
سرچینی زیاتوي چې یاد بنسټ تعلیمي څانګې، کتابتون او د  طالبانو لپاره د تدریس ځانګړي ځایونه لري.
ترلاسه شوې یوې تصدیق‌نامې ښودلې چې یو تن زده‌کوونکی د افتاء او قضاء په څانګه کې د څلورو سمسټرونو تر بشپړولو وروسته، د خپلې دوکتورا د رسالې د لیکلو په پړاو کې دی؛ خو لا هم روښانه نه ده چې دغه بنسټ د کومو علمي او اکادمیکو معیارونو پر بنسټ د دوکتورا اسناد صادروي.
په ورته وخت کې، سرچینې وایي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، هغو کسانو ته هم د لسانس درجې اسناد ورکول کېږي چې یوازې یې په مدرسو کې د شپږو میاشتو یا تر هغه هم لنډه تعلیمي دوره تېره کړې وي.
د پوهنتون استادانو او علمي کادرو په وینا، دا کړنه به د افغانستان د لوړو زده‌کړو سیستم لپاره ډېرې ناوړه پایلې ولري او د علمي اعتبار د له‌منځه تلو سبب به شي.
تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوي وو چې طالبانو یو شمېر جګړه‌کوونکو ته، د لنډمهاله روزنیزو دورو له تېرولو وروسته، د ماسټرۍ اسناد ورکړي وو؛ هغه موضوع چې د لوړو زده‌کړو د نظام د سیاسي او ایډیولوژیک کېدو په اړه یې جدي اندېښنې راپارولې دې.
د لوړو زده‌کړو د برخې څارونکي خبرداری ورکوي چې د علمي معیارونو له پامه غورځول او غیرمسلکي کسانو ته د تحصیلي اسنادو ورکول، نه یوازې د پوهنتونونو حیثیت ته زیان رسوي، بلکې د هېواد د بشري پانګې راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto