news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

هند د طالبانو او پاکستان د نښتو په تړاو د اسلام‌اباد تورونه رد کړل

هند د طالبانو او پاکستان د نښتو په تړاو د اسلام‌اباد تورونه رد کړل

هند د طالبانو او پاکستان د نښتو په تړاو د اسلام‌اباد تورونه رد کړل

بریانیوز:(جمعه ،۲۲ حوت۱۴۰۴)

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندهیر جیسوال د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې نوې ډيلي د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستيو نښتو په زياتېدو کې لاس لري

جیسوال په خپلو تازه څرګندونو کې وويل چې د اسلام‌اباد دا تورونه «بې‌اساس» دي او هېڅ حقيقت نه لري. هغه ټينګار وکړ

چې هند د افغانستان د ثبات، سولې او پرمختګ ملاتړ کوي او د سيمې د کړکېچونو د زياتېدو هېڅ ډول ګټه نه ويني

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه چې د افغانستان وضعيت يو حساس او مهم موضوع ده او بايد د سيمې ټول هېوادونه هڅه وکړي چې د تاوتريخوالي د زياتېدو پر ځای د سولې او همکارۍ لارې غوره کړي

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان يو شمېر چارواکو ادعا کړې وه چې هند د افغانستان له خاورې څخه د هغو ډلو ملاتړ کوي چې د پاکستان پر ضد فعاليت کوي او د وروستيو امنيتي پېښو تر شا لاس لري

خو د هند چارواکي وايي چې دا ډول تورونه يوازې سياسي بڼه لري او د سيمه‌ييزو ستونزو د پټولو لپاره کارول کېږي. جیسوال وويل چې هند د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو، پرمختيايي پروژو او اقتصادي همکاريو له لارې مرسته کوي

په دې وروستيو مياشتو کې د اسلامي امارت طالبان ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځ د سرحدي سيمو په ځينو برخو کې نښتې راپور شوې دي. دغو پېښو د دواړو هېوادونو تر منځ اندېښنې زياتې کړې او د سيمې د امنيت په اړه پوښتنې راپورته کړې دي

شنونکي باور لري چې د افغانستان، پاکستان او هند تر منځ سياسي رقابتونه تل د سيمې پر امنيتي وضعيت اغېز لري، خو د کړکېچونو د حل لپاره د خبرو اترو او ډيپلوماتيکو لارو کارول د سيمې د ثبات لپاره مهم بلل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto