news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د پاکستان لومړی وزير سعودي عربستان ته ځي؛ د سيمې پر کړکېچ او امنيتي وضعيت به خبرې وکړي

د پاکستان لومړی وزير سعودي عربستان ته ځي؛ د سيمې پر کړکېچ او امنيتي وضعيت به خبرې وکړي

د پاکستان لومړی وزير سعودي عربستان ته ځي؛ د سيمې پر کړکېچ او امنيتي وضعيت به خبرې وکړي

بریانیوز:(جمعه ،۲۲ حوت۱۴۰۴)

 د پاکستان د لومړي وزير دفتر اعلان کړی چې د پاکستان لومړی وزير به ډېر ژر سعودي عربستان ته سفر وکړي او هلته به د سعودي له وليعهد سره د سيمې د روانو حالاتو او دوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې وکړي

د ياد دفتر د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د پاکستان لومړی وزير د سعودي له وليعهد محمد بن سلمان سره وګوري. په دې کتنه کې به دواړه مشران د منځني ختيځ پر روان کړکېچ، امنيتي وضعيت او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سياسي او اقتصادي اړيکو مفصلې خبرې وکړي

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په ایران کې د وروستيو پوځي پېښو او کړکېچونو له امله د منځني ختيځ امنيتي وضعيت ډېر حساس شوی دی. ايران ويلي چې د امریکا متحده ایالات او اسرائيل د بريدونو په غچ کې يې په سيمه کې پر "امريکايي هدفونو" بريدونه پيل کړي دي

د راپورونو له مخې، ايران ادعا کړې چې دا بريدونه يوازې د يو هېواد پر ضد نه دي، بلکې په سيمه کې د امريکا له پوځي حضور او اډو سره تړلي هدفونه په نښه کوي. ويل کېږي چې د دغو بريدونو له امله د منځني ختيځ په يو شمېر هېوادونو کې د امنيتي اندېښنو کچه لوړه شوې ده

شنونکي باور لري چې د پاکستان د لومړي وزير دا سفر ښايي د سيمې د کړکېچ د ارزونې او د مهمو اسلامي هېوادونو تر منځ د سلا مشورو د زياتولو لپاره ترسره کېږي، ځکه چې پاکستان او سعودي عربستان له اوږدې مودې راهيسې نږدې سياسي، اقتصادي او امنيتي اړيکې لري

د سياسي چارو کارپوهان وايي چې د منځني ختيځ وروستۍ پېښې نه يوازې د سيمې پر امنيت اغېز کولی شي، بلکې د نړيوال اقتصاد او انرژۍ پر بازارونو هم اغېز لري

د ايران د روان وضعيت، د سيمې د پوځي تحرکاتو او اړوندو نورو خبرونو په اړه نور معلومات د بي بي سي پښتو وېبپاڼې په ځانګړې ژوندۍ پاڼه کې لوستل کېدای شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto