چين د افغانستان او پاکستان د شخړې د حل لپاره د خبرو اترو غوښتنه وکړه
بریانیوز:(شنبه،۲۳ حوت۱۴۰۴)
د چین د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اسلامي امارت طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له وزير امیرخان متقي سره په ټيليفوني خبرو کې ټينګار کړی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ شخړې بايد د زور او تاوتريخوالي پر ځای د خبرو اترو او سلا مشورو له لارې حل شي
د چین د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويل شوي چې وانګ يي له دواړو لورو غوښتي څو له زغم او حوصلې څخه کار واخلي او د شخړې د پراخېدو مخه ونيسي
د چين د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ثبات نه يوازې د دواړو هېوادونو لپاره مهم دی، بلکې د ټولې سيمې پر امنيت او پرمختګ هم اغېز لري. هغه وويل چې دواړه هېوادونه بايد ژر تر ژره مخامخ خبرې پيل کړي
وانګ يي همدارنګه وړانديز کړی چې دواړه لوري بايد سمدستي اوربند اعلان کړي، د تاوتريخوالي کچه راټيټه کړي او خپل اختلافات د ډيالوګ او ډيپلوماتيکو لارو له لارې حل کړي
شنونکي باور لري چې د چين دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې په وروستيو ورځو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي کړکېچونه زيات شوي دي. کارپوهان وايي چې چين د سيمې له مهمو هېوادونو څخه دی او هڅه کوي د منځګړيتوب له لارې د شخړو د کمېدو لپاره رول ولوبوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1464
-
اخبار افغانستان
475
-
مقاله
157
-
Uncategorized
27
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl