د سوریې ولسمشر او د بریتانیا لومړی وزیر په لندن کې د اړیکو او سیمهییز وضعیت په اړه خبرې وکړې
بریانیوز:(چهار شنبه،۱۲ حمل۱۴۰۵)
د سوریې ولسمشر احمد شرع د سېشنبې په ورځ په لندن کې د بریتانیا له لومړي وزیر سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه یې خبرې کړې دي
د راپور له مخې، په دې ناسته کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د دیپلوماټیکو تماسونو د زیاتولو او د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ د پراخېدو پر موضوعاتو بحث کړی دی. همدارنګه د منځني ختیځ د روان وضعیت، امنیتي ننګونو او د سیمهییز ثبات د ټینګښت په اړه نظرونه تبادله شوي دي
سانا ویلي چې د خبرو په جریان کې هڅه شوې چې د موجودو ستونزو د حل لپاره د دیپلوماټیکو لارو پر اهمیت ټینګار وشي او د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو اترو فضا رامنځته شي. دواړو لورو د ګډو همکاریو د پراختیا پر اړتیا هم ټینګار کړی، څو د اوږدمهالو سیاسي او اقتصادي اړیکو لپاره زمینه برابره شي
تر اوسه د بریتانیا حکومت له لوري د دې لیدنې په اړه مفصل رسمي بیان نه دی خپور شوی، خو د سیاسي چارو شنونکي دا ډول لیدنې د سوریې او لویدیځ ترمنځ د احتمالي اړیکو د بیا رغونې یو مهم نښه بولي
شنونکي زیاتوي چې که دا ډول دیپلوماټیک تماسونه دوام ومومي، نو ښايي د سیمې د کړکېچونو د کمېدو او د سیاسي حل لارو د پیاوړتیا لپاره نوي فرصتونه رامنځته شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1540
-
اخبار افغانستان
537
-
مقاله
195
-
سیاست
29
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl