د کابل په ګډون د افغانستان په ۹ ولایتونو کې د پاکستاني بریدونو له امله ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي
د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۲مې څخه د اپرېل تر ۴مې پورې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې په افغانستان کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲۶ نور ټپیان شوي دي.
بریانیوز ( یکشنبه، ١٦ حمل ١٤٠٥)
حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې یادو بریدونو د کابل په ګډون د هېواد په نهو ولایتونو کې ترسره شوي دي. د هغه په وینا، کابل، کندهار، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، لغمان او نورستان هغه سیمې دي چې د پاکستاني ځواکونو تر هوايي بریدونو لاندې راغلې دي.
هغه زیاته کړې، چې دې بریدونو نه یوازې درانه ځاني تلفات اړولي، بلکې پراخ مالي زیانونه یې هم رامنځته کړي دي. د معلوماتو له مخې، ۱۱۴۰ کورونه، ۳ کلینیکونه، ۱۳ مدرسې، ۲۵۶ هټۍ، ۳۴ جوماتونه او ۱۳ ښوونځي یا بشپړ ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
د نوموړي په خبره، د دغو بریدونو له امله شاوخوا ۲۷ زره او ۴۰۷ کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې دي.
که څه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان څو ځلې پر افغانستان بریدونه کړي، خو په وروستیو میاشتو کې یې دا بریدونه زیات شوي او د کابل په ګډون په نهو ولایتونو کې ترسره شوي، چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.
تر ټولو خونړی برید په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز شوی، چې له امله یې ۴۱۱ کسان وژل شوي او له ۲۶۵ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د فبرورۍ په وروستیو کې لا زیات شو. د راپورونو له مخې، د فبرورۍ له ۲۷مې څخه د مارچ تر ۱۳مې پورې د پاکستاني ځواکونو اصلي هدفونه د طالبانو سرحدي پوستې، لواګانې، کنډکونه او د وسلو زېرمې وې.
بلخوا پاکستان تل ټینګار کوي، چې دوی په افغانستان کې د ټي ټي پي (TTP) پټنځایونه په نښه کړي دي. اسلاماباد مخکې هم طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې یا دې د تحریک طالبان پاکستان مشران وسپاري او یا به یې په خپله هدف وګرځوي. خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ وسلهوالې ډلې لپاره نه کارول کېږي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?