اسلاماباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي تماسونو په اړه متضاد دریځونه
بریانیوز:( شنبه،۵ ثور۱۴۰۵)
اسلاماباد – د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي مستقیمو خبرو په اړه متضاد څرګندونې لا هم دوام لري، په داسې حال کې چې د دواړو لورو استازي پاکستان ته د سفر په حال کې دي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د سپینې ماڼۍ د ویاندې هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې ګواکې د ایران پلاوی به په اسلاماباد کې له امریکایي استازو سره مخامخ لیدنه وکړي. نوموړي پر خپلې اېکس پاڼې ټینګار کړی چې داسې کومه ناسته نه ده پلان شوې
بقایي ویلي، ایرانی پلاوی به یوازې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او تمرکز به یې د روانو کړکېچونو د پای ته رسولو پر هڅو وي. هغه زیاته کړې چې د ایران پیغام به د پاکستان له لارې امریکا ته ولېږدول شي، نه دا چې مستقیم تماس ونیول شي
په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ پلاوی تازه اسلاماباد ته رسېدلی او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره یې لیدنه کړې ده
د دغو خبرو جزئیات تر اوسه په بشپړ ډول نه دي خپاره شوي، خو تمه ده چې د سیمې پر امنیتي وضعیت او سیاسي حللارو تمرکز وشي
بلخوا، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ فاکس نیوز ته ویلي چې د ډانلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او د هغه زوم جېرډ کوشنر به د شنبې په ورځ اسلاماباد ته سفر وکړي او له ایراني پلاوي سره به مستقیمې خبرې وکړي
شنونکي وایي، د دواړو لورو ترمنځ دا ډول متضاد پیغامونه ښيي چې لا هم د باور فضا کمزورې ده او اړیکې د منځګړو له لارې پر مخ وړل کېږي. د دوی په اند، که څه هم رسمي دریځونه جلا دي، خو د پاکستان رول د منځګړي په توګه ښايي د راتلونکو تحولاتو لپاره مهم وي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?