news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د می دویمه بن لادن؛ له تورې بوړې، دانګام او جندول نه «د وزیرستان تر حوېلۍ» پورې

د می دویمه  بن لادن؛ له تورې بوړې، دانګام او جندول نه «د وزیرستان تر حوېلۍ» پورې

د می دویمه

بن لادن؛ له تورې بوړې، دانګام او جندول نه «د وزیرستان تر حوېلۍ» پورې

نذیراحمد سهار

خبریال او د وسله والو ډلو او قبایلي سیمو د چارو شنونکی

۱۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲ می ۲۰۲۶

بریانیوز: یکشنبه، ۱۳ ثور ۱۴۰۵- د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په ۳مه، د ننګرهار د څلورمې زغره‌والې لوا قوماندان معلم اول ګل ته امر وشو چې خپل ټانکونه تورې بوړې ته ننباسي او هلته پر میشتو جنګیالیو مرمۍ ووروي. دا د اول ګل لپاره تر ټولو سخته شیبه وه، چې د امریکا تر محاصرې لاندې خپل پخواني ملګري د ټانک په مرمیو وولي.

خو اول ګل په دې باور و، چې که له دندې لاس پرسر شي، د څلورمې لوا ټانکونه او بشپړ ځواک به د همدغو جنګیالیو پر ضد وکارول شي او هغوی ته به درانده زیانونه واړوي.

هغه اسامه بن لادن ته خپل استازی واستاوه او پیغام یې ورولېږه چې که دی په خپله دنده کې پاتې شي، نو لوا به د دوی په خدمت کې وي: « زه ستاسې خلاف عملیاتو کې برخه اخلم، خو داسې ځایونه به په نښه کوم، چې تاسې ترې وتلي وئ!»

د القاعدې شیخ دغه غوښتنه ومنله، خو د هغه مرستیال پر اول ګل باور نه درلود.

الظواهري په نارامۍ وویل: «دا څنګه کېدای شي چې یو سرتېری دې د «مرتدینو» په منځ کې وي او پر موږ دې مخامخ ډزې نه کوي؟».

خو بن لادن له کلونو راهیسې اول ګل خپل باوري ملګری باله: «که هغه دا غوره ګڼي چې مرمۍ زموږ پر ځای پر شاوخوا وتوغوي، نو څه پروا کوي. دا خو تر دې ښه ده چې کوم بل شیطان راشي او نېغ مو په تندیو وولي».

اول ګل د جلال‌اباد ښار سوېل پلو په شپږ کیلومترۍ کې په «نجم الجهاد» میشتغالي کې اوسېده او د اسامه بن لادن او نورو عربو جنګیالیو ګاونډی و. هغه د مولوي خالص نږدې ملګری او د بن لادن د کاروانونو او سفرونو د امنیت مسوول و. په جلال‌اباد کې، هغه یو خوندي کور هم درلود، چې د عربو جنګیالیو لپاره یې د عقبي جبهې او پټنځي رول لوباوه.

توره بوړه د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌اباد سوېل ته، د پچیر او اګام ولسوالۍ په اګام تنګي کې پرته ده او له ښار څخه شاوخوا ۴۳ کیلومتره واټن لري. دغه سیمه په۱۹۷۸ کال کې د نور محمد تره‌کي د واکمنۍ په پای کې د مولوي خالص تر مشرۍ لاندې د یو شمېر مجاهدینو او حکومتي ځواکونو ترمنځ له جګړې وروسته د خلکو پر ژبو راغله.

د مجاهدینو د جګړو په وروستیو کلونو کې اسامه بن لادن دلته په مېلوه او شاوخوا سیمو کې میشت شو. دغه غرنۍ سیمه، چې یوه مرکزي دره لري او کلي یې د غرونو په لمنو او درو کې پراته دي، ډېری خامې لارې او پیچومي لري. اوسېدونکي یې تر ډېره د غرونو له لرګیو او محدودو کرنیزو محصولاتو څخه خپل ژوند پر مخ وړي.

له ستراتېژیک پلوه، دا سیمه د وسله‌والو لپاره یو خوندي پناه‌ځای بلل کېده. د ۲۰۱۷ کال په مې او جون کې، چې داعش خراسان خپل نفوذ د ننګرهار اچین او پچیر او اګام ولسوالیو ته پراخ کړ، په توره بوړه کې یې ځالې جوړې کړې او هڅه یې وکړه چې خپل اغېز ګاونډیو سیمو ته هم وغځوي.

د تورې بوړې په غرنیو څوکو کې د اسامه بن لادن او ایمن الظواهري تر څنګ، د القاعدې دفاعي قوماندان شیخ اللیبي، د هاوان متخصص ابو یحیی الهوان او له ۳۰۰ډېر بهرني جنګیالي ځای پر ځای شوي وو.

د ایتلافي ځواکونو الوتکو پر سیمه بې ځنډه بمبارۍ کولې او کله کله په یوه ورځ کې تر ۱۰۰ پورې هوايي بریدونه کېدل. یوه ۱۵ زره پونډیز بم غرنۍ سیمه تر څو کیلومټرو ولړزوله. داسې اټکل کېده چې ډېر ژر به امریکايي ځواکونه او د هغوی افغان متحدان د القاعده پاتې شوني له منځه یوسي، ځکه هغوی په ۱۴ زره فوټه لوړه څوکه کې په سړه هوا کې سنګر نیولی و.


د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د ننګرهار ولایت پر توره بوړه د امریکايي الوتکو د بریدونو صحنه

په لومه کې د القاعدې بند مشران

بي ۵۲ بم غورځوونکو الوتکو د ورځې او اېف ۱۶ الوتکو د شپې بریدونه کول. یو بم پر هغې سمڅې وغورځېد، چې د القاعدې مشر پکې پټ شوی و. بن لادن ډېر کم هیله من و، چې له دې جګړې به بې‌زیانه ووځي، نو د بدو ورځو لپاره یې لا له وړاندې خپل وصیت لیکلی و.

د طالبانو د یوه چارواکي په وینا، چې ددغو پېښو بهیر یې له نږدې لیدلی، بهرني جنګیالي د مېلوه په مرکز، د وزیرو تنګي او تورې بوړې تر منځ، د غرونو په لوړو څوکو او ژورو درو کې مېشت وو. د مېلوه مرکز مسوولیت حاجي معراج‌الدین ته سپارل شوی و، چې د مولوي خالص د ډلې مخکښ ډلګی مشر و.

د جګړې له تودېدو او پر مېلوه مرکز له بم غورځېدو وروسته اسامه بن لادن او ایمن الظواهري له بچیانو سره یوځای د تورې بوړې لوړو څوکو ته وختل.

پر ځمکه، شاوخوا ۱۰۰ امریکایي کومانډو سرتیرو، چې سنایپر ګرځنده قطعو او افغان ملېشو یې ملاتړ کاوه، هڅه کوله چې د تورې بوړې پر ګډوډ وضعیت او سختو جغرافیایي شرایطو کنټرول وساتي.


د ډسمبر پر۳مه، چې حضرت علي د ځمکني برید د پیل اعلان وکړ، افغان جنګیالي له غرونو او درو نه له سخت مقاومت سره مخ شول. سره له دې چې درې ورځې وروسته د امریکا ځانګړي ځواکونه هم پر جګړې ورګډ شول، خو د ټامي فرانکس په امر د امریکايي ځواکونو رول یوازې تر هوايي ملاتړ او مشورو پورې محدود و.

د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندان ډګر جنرال جیمز مټیس وړاندیز وکړ چې ډیورنډ کرښه دې وتړل شي او بن لادن دې ونیول شي، خو دې غوښتنې ته چا غوږ ونه نیوه او دا تر اوسه د تورې بوړې د جګړې یوه ستره تېروتنه ګڼل کیږي.

په دره کې افغان ملیشه ځواکونو د امریکایانو له تمې سره سم اراده او د منظمې جګړې ظرفیت نه درلود. د ځمکنیو ځواکونو لپاره له هغو عربو جنګیالیو سره مخامخ جګړه اسانه نه ښکارېده، چې په کلکو سمڅو کې یې سنګر نیولی و. خو تر دې مهم اړخ دا و چې د دواړو خواوو ترمنځ یوه پخوانۍ ګډه ایډیالوژیکه اړیکه موجوده وه، چې افغان متحد ځواکونه یې له بشپړې جګړې راګرځول. عربو هغوی ته «منافقین» ویل او تور یې پرې لګاوه چې د امریکا په ملاتړ د خپلو پخوانیو «مهاجرو مجاهدینو» پر وړاندې جګړه کوي.


د امریکا دفاع وزیر ډونالډ رمزفیلډ او د هغه جګپوړی قوماندان ټامي فرانکس له دې ویرېدل چې که سیمې ته ډېر امریکایي ځواکونه واستوي، دا به د امریکا پر ضد ولسي احساسات راوپاروي. د پاول دکتورین له مخې، هغوی دا غوره بلله چې د ځانګړو عملیاتو په کوچنیو ډلو او افغان ملیشو تکیه وکړي.

حضرت علي د شاوخوا ۶۰۰ کسانو مشري کوله او د نورو ډلو قوماندانان ظاهر قدیر او محمد زمان غمشریک وو.

په جلال‌اباد او پچیر او اګام ولسوالۍ کې د القاعدې پیغام رسوونکو هڅه کوله چې د خوګیاڼیو ولسوالۍ د وزیرو درې له ځواکمن قوماندان مولوي نور محمد حقپال نه د اسامه بن لادن د خوندي اېستلو په برخه کې مرسته واخلي. اول ګل د عبدالرحیم له لارې، چې د القاعدې باوري پیغام رسوونکی و، بن لادن د جګړې له پرمختګونو خبر ساته.

نور محمد په تورخم کې د طالبانو د سرحدي پوستو او پوځي قطعاتو څارنه کوله. هغه او اول ګل دواړه د سیمې له جغرافیاسره بلد وو او له ځایي قبایلي مشرانو سره یې نږدې اړیکې لرلې.

د محاصرې له تنګېدو وړاندې مولوي نور محمد له خپلو جنګیالیو سره تورې بوړې ته لاړ او بن لادن ته یې د مرستې ډاډ ورکړ.

هغه په طنزیه ډول د ایمن الظواهري په اړه وپوښتل او هغو اوازو ته یې اشاره وکړه چې ګنې هغه ټپي شوی یا وژل شوی دی. الظواهري په موسکا ځواب ورکړ: «مولوي اندېښنه مه کوه، همدلته دی. موږ د حسین بن علي په څېر محاصره یو، په لومه کې بند یو، شاوخوا مو ټول دښمنان را تاو دي».

د تورې بوړې د محاصرې پر مهال، بن لادن د نور محمد حقپال له لارې ځایي مشرانو او دیني عالمانو ته بلنه ورکوله چې خلک د امریکایانو پر ضد پاڅون ته وهڅوي. د شاوخوا سیمو ډېرو اوسېدونکو د دیني باورونو له مخې له عرب جنګیالیو سره خواخوږي درلوده او دوی یې «د صحابه وو بچیان» ګڼل.

«ما او تا په عمر دواړه بوډاګان یو»

په ننګرهار کې د حاجي عبدالقدیر پر بانفوذه کورنۍ او د هغه پر وروڼو د القاعدې د مشر او جنګیالیو شک و.

دوی ګومان کاوه چې د قدیر کورنۍ له سي ای اې نه مالي مرستې او د جاسوسۍ وسایل ترلاسه کوي او بیا یې پر ځایي خلکو وېشي او همداراز د القاعدې غړي وسله سپارنې او تسلمیېدو ته هڅوي.


حاجي عبدالقدیر او حاجي عبدالحق په پېښور او دوبۍ کې له قومي مشرانو او سیاستوالو سره د طالبانو پرضد غونډې تنظیمولې. هغوی د ننګرهار د حصارک او د لوګر د ازرې ولسوالیو اوسېدونکو ته مالي سرچینې، پرمختللي مخابراتي وسایل، د ثریا ټیلیفونونه او نور امکانات برابرول.

سي ای اې هغوی ته په ختیزو ولایتونو کې د ولسي پاڅونونو د راپارولو دنده سپارلې وه. خو طالبانو خپل د حصارک ولسوالۍ مسوول د حاجي عبدالحق په کړۍ کې د نفوذي په ډول ځای پرځای کړی و او د هغوی د ټولو فعالیتونو ګزارش یې د طالبانو استخباراتو ته ورکاوه.

د حاجي قدیر ورور، حاجي دین محمد، چې د جهاد په کلونو کې د عربو جنګیالیو نږدې ملګری و، د القاعدې شبکې سیمه ییزو همکارانو ته ویلي و، چې د تورې بوړې عربان دې ځانونه ملګرو ملتونو ته وسپاري. هغه بن لادن ته له سوات نه د خپل ورور طرح راوړې وه.

دین محمد ددې طرحې په اړه وویل: « ما ته حاجي عبدالحق وویل، چې د عربانو د اېستلو لپاره زه یوه طرح لرم. له امریکا او نړیوالې ټولنې سره به وغږیږم، چې لېسټونه یې جوړ شي او د ملګرو ملتونو له لارې په سوله ییز ډول خپلو متبوعه هېوادونو ته لاړ شي».

عبدالحق غوښتل عربان او بن لادن ټول سپین غره او یا تورې بوړې ته سره راټول شي، وسلې کېږدي او افغانستان پرېږدي.

هغه په خپله طرح کې ویلي و، چې که عربان غواړي په افغانستان کې پاتې شي یا متبوعه هېوادونه یې نه قبلوي، په درېیم هېواد کې به د استوګنې زمینه ورته برابره شي او که بیا هم نه ځي او غواړي په افغانستان کې پاتې شي، وسلې دې کېږدي او افغان دولت به ویزې ورکړي، چې سیاسي ژوند ته یې زمینه برابره شي.

دین محمد د تورې بوړې له جګړې وړاندې خپل یو تن له دې طرحې سره یوځای بن لادن ته ور ولېږه ، خو د بن لادن ځواب وځنډېد او وروسته یې په یوه لیک کې ورته ولیکل: « ما او تا په عمر دواړه بوډاګان یو، پته نه لګیږي، چې زه به زر مرم او که تاسې. موږ په جهاد کې ملګري پاتې شوي یو، موږ د ولسمشرۍ، وزارت او ولایت لپاره نه جنګېږو. تاسې مداخله مه کوئ، موږ او امریکایان سره پرېږدئ».

دین محمد او د هغه ورور د تورې بوړې له جګړې وړاندې غوښتل چې د عربانو او بن لادن مشکل په سوله ییز ډول حل شي، خو عربانو پر دوی اعتماد نه کاوه. بن لادن او د هغه ملګري وروسته همغه ځای ته لاړل، چې عبدالحق ورته ښودلی و، خو عبدالحق نور ژوندی نه و. هغه طالبانو امریکا ته د جاسوسۍ په تور وژلی و.

د القاعدې مشر او ایمن الظواهري پر دین محمد تور لګاوه، چې سیمه ییزو خلکو ته یې ویلي، « چې که تاسې د عربانو ملګرتیا پرې نه ږدئ، امریکایي الوتکې مو پر کورونو بمبارۍ کوي».

دوی دا په خپلو محلي ملاتړو کې د ویرې د خپرولو هڅه ګڼله.

خو دین محمد پوهېده، چې سي ای اې او د هغوی محلي متحدان عربان او د هغوی افغان همکاران څاري.

هغه وېره درلوده چې اندېښنې به یې رښتیا شي او همداسې وشول. امریکايي ځواکونو د مولوي نور محمد پر کور عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې د هغه دوه وروڼه، ملک عنبر ګل او ملا احمد حنیف ووژل شول، خو نور محمد پخپله وتښتېد.

دین محمد ټینګار کوي، چې ده هېڅکله له نور محمد سره مستقیم تماس نه درلود،خو یوځل یې له معلم اول ګل نه وپوښتل، چې په توره بوړه کې د بن لادن او عربانو وضعیت څنګه دی؟ اول ګل له القاعدې سره د اړیکو له درلودو انکار وکړ، خو همدې مجلس ته تازه یو کس له تورې بوړې راغی او د عربانو د وضعیت په اړه یې دده پر وړاندې معلم اول ګل ته معلومات ورکړل.


پر توره بوړه د بمبارۍ له اوږدېدو او سختېدو سره هممهاله د افغان ملېشو یوه بل قوماندان زمان غمشریک هم بن لادن ته خپل استازی ولیږه، خو د اسامه ساتونکو دغه استازی د هغه استوګنځي ته پرېنښود. بن لادن ته د غمشریک پیغام د هغه یوه ساتونکي وړی و. غمشریک په خپل دوه مخیز پیغام کې بن لادن ستایلی و او دی یې د اسلام ویاړ ګڼلی و. ده بن لادن ته کتبي اطمینان ورکړی و، چې په خپل موټر کې به یې کور ته ورسوي او د خپلې کورنۍ په څېر به یې وساتي.

خو د بن لادن کسانو د غمشریک استازي ته وویل، چې « دلته بن لادن نشته او نه یې هم څوک پېژني».

د القاعده جنګیالي له شدیدې یخنۍ او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وو. د هغوی زېرمتونونه له وسلو او مهماتو ډک وو، خو په کافي کچه درندې وسلې یې نه درلودې. په همدې حال کې د امریکايي ځواکونوبریدونه ورو ورو ډېرېدل او پر ځمکه د هغوی ځايي متحدان او شاوخوا کلي، چې ډېریو د ایډیالوژیکو دلایلو له مخې له عرب جنګیالیو سره خواخوږي لرله، تر فشار لاندې راغلل. دغه وضعیت د محاصرې کړۍ لا تنګه کړه او د القاعدې غړي یې له تورې بوړې نه وتلو ته وهڅول.


« ما ته حاجي عبدالحق وویل، چې د عربانو د اېستلو لپاره زه یوه طرح لرم. له امریکا او نړیوالې ټولنې سره به وغږیږم، چې لېسټونه یې جوړ شي او د ملګرو ملتونو له لارې په سوله ییز ډول خپلو متبوعه هېوادونو ته لاړ شي»

«شیخان» د معلم په موټر کې

د ډسمبر په نیمايي کې، چې کړکېچ ژور شو او کوچنی اختر رانږدې کېده، د واورې او سخت مقاومت له امله ستړي حاجي زمان غمشریک د القاعدې منځګړو ته د مخابرې له لارې د اوربند وړاندیز وکړ. غمشریک د امریکا ځانګړو ځواکونو ته خبر ورکړ چې القاعدې د ۱۲ ساعته اوربند غوښتنه کړې او غواړي تسلیم شي. دغه دمه د دې لامل شوه چې د القاعدې ګڼ شمېر جنګیالي له سویلي لارو پر ډیورنډ کرښه واوړي.

د طالبانو او القاعدې وسله‌وال د زېړان کنډو، چینچڼو تنګي، شمشاد کنډو، غوړکې، لعلپورې او نواپاس له غرنیو لارو د قبایلي جنګیالیو د یوې شبکې له لارې باجوړ، کورمې اجنسۍ او شمالي او جنوبي وزیرستان ته ولېږدول شول.

حاجي عبدالاحد، چې د انجنیر محمود د جبهې غړی او د مولوي خالص د پچیر مرکز پخوانی مسوول و، په دغه بهیر کې مهم رول درلود. هغه د ډسمبر پر ۱۷مه د شپې ۱۱ بجې لومړی د وزیرو تنګي د غرنجالۍ له څوکې نه الظواهري او د هغه ملګري را ښکته کړل، خو بن لادن لومړی له راکوزېدو انکار وکړ او ویې ویل: «زه تر وروستۍ سلګۍ جګړه کوم، نه کوزېږم».

د تنګیو لارې د حضرت علي، زمان غمشریک او ظاهر قدیر د ځواکونو له خوا تړل شوې وې.

معلم اول ګل خپل همکار مولوي نورمحمد ته سپارښتنه وکړه، چې بېرته وخېژي او بن لادن راکوز کړي.

حضرت علي او د هغه ملګري له پیل څخه پر اول ګل شکمن وو او باور یې درلود چې نوموړی د امریکا تر څار لاندې دی، ځکه د دوی په اند سي‌اې‌اې پوهېده چې هغه دوه‌ اړخیزه لوبه کوي. جلال اباد ښار د سي ای اې تر شدید څار لاندې و او پر سړکونو د هغوی افغان همکارانو پوستې اچولې وې.

د طالبانو یو جګپوړی چارواکی لطف الله خیرخواه، چې د معلم اول ګل له کورنۍ سره نږدې اړیکې لري، وايي، چې اول ګل له خپل موقف او اعتبار نه په ګټه اخېستو د القاعدې دواړه شیخان په خپل تور ښیښه لرونکي موټر کې د هډې فارم څلورمې لوا ته انتقال کړل.


حضرت علي او د هغه ساتونکي لوا ته پسې ورغلل او اول ګل ته یې د خبرداري په ډول وویل: «امریکایان سل په سله باور لري چې شیخان له تا سره دي».

حضرت علي د موټر پر لور وکتل، خو فکر یې نه کاوه چې په دغه موټر کې دې د نړۍ تر ټولو مطلوب کسان ناست وي.

اول ګل په ځواب کې وویل: « دومره مهم کسان، چې ټوله نړۍ پسې ده، زه څنګه پټولی شم؟».

خو هغه دواړه په خپل موټر کې ګرځول. د جلال اباد خلکو د کوچني اختر نمانځلو ته تیاری نیوه، چې معلم اول ګل د القاعدې دواړه مشران (اسامه بن لادن او ایمن الظواهري) په ښېوه سیمه کې مولوي نورمحمد ته وسپارل. وروسته دواړه د کونړ سیند پورې غاړې ته واوښتل او هلته یې د حزب اسلامي افغانستان مشهور او جکپوړی قوماندان حاجي کشمیر خان او حاجي خان جان مشواڼي هرکلی ووایه.

د جګړې په بهیر او په سیمه کې د ګډوډۍ پر مهال د غمشریک او حضرت علي ځواکونو د القاعدې سلګونه ملګري ونیول. د محلي ملیشه قوماندانانو لپاره بهرني جنګیالي او د القاعدې غړي د « سرو زرو چرګانو» په توګه ګڼل کېدل، ځکه په لوړه بیه پلورل کېدل. د افغان ملېشو یو شمېر قوماندانانو د هر نیول شوي کس د خوشې کېدو په بدل کې د هغوی له کورنیو ۱۰۰ زره تر ۳۰۰ زره پاکستانۍ روپۍ غوښتې. دغه پیسې په پېښور کې د افغان قوماندانانو او مولانا عطاالرحمان (د مولانا فضل الرحمان ورور) سره د تړلو منځګړو له لارې انتقالېدې.

د مولوي خالص د اسلامي حزب پخوانی قوماندان او د ګوانتنامو زنداني معلم اول ګل، چې د بن لادن په لېږد کې یې ټاکونکی رول درلود، د ۲۰۱۱ کال په فبروري میاشت کې په ګوانتنامو زندان کې ومړ او مړی یې افغانستان ته را ولېږدید.

«د جګړې له سیمې پنځه کیلومټره لرې لاړ شئ»

قومندان حضرت علي د تورې بوړې په محاصره کې ټاکونکی رول درلود. هغه او حاجي زمان غمشریک ډېری وخت په سیالۍ کې تېراوه. دی د جهاد په وخت کې د ختیز زون د ننګرهار د مجاهدینو شورا او دره نور جبهې مسوول پاتې شوی او د طالبانو خلاف د شمال د متحدې جبهې ملګری و. په قد ټیټ، سور مندی حاجي حضرت علي په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی هم پاتې شوی او د طالبانو او داعش ډلې مخالف دریځ لري.

دده په باور، زمان غمشریک او حاجي روح الله نه غوښتل، چې بن لادن او د هغه ملګري په جګړه کې محاصره شي.

دی په جګړه کې د خپلو محلي رقیبانو زمان غمشریک او حاجي روح الله د ګډون مخالف و ځکه داسې ګومان کېده، چې دوی د پاکستان او یوه بل هېواد په مرسته د بن لادن پر سر معامله کوي. له غمشریک او روح الله سره د القاعدې د جګپوړي غړي خالد شیخ یو پاکستانی رابط عبدالرحیم هم موجود و. د حضرت علي په وینا، محمد زمان غمشریک، روح الله او اول ګل د القاعدې خلاف د جګړې درولو په بدل کې د میلیونونو ډالرو وړاندیز ورته کړی و، خو ده رد کړی و.

کله چې امریکايي ځواکونو او ددوی ملاتړو افغان ملېشو د بن لادن او د هغه د ملګرو خلاف د جګړې کړۍ تنګوله، د امریکايي ځواکونوقوماندان ټامي فرانکس یو بیړنی پیغام ترلاسه کړی و. په پیغام کې ویل شوي وو، چې « د جګړې له سیمې پنځه کیلومټره لرې لاړ شئ».

حضرت علي، چې له امریکايانو سره په دې جګړه کې ملګری و، وايي، له دوی سره مل امریکايي پوځیان هم په دې نه پوهېدل، چې ولې د جګړې له لومړۍ کرښې پرشا شي.

هغه وویل: « امریکايي ځواکونو ته پیغام راغی، چې د بن لادن استوګنځی بمباري کیږي. لس دقیقې وروسته د جنګیالیو پر مرکزونو بمونه وغورځېدل، ۲۵۰ تنه مړه شول او شاوخوا ۱۵۰ نور جنګیالي زموږ سرتیرو ژوندي ونیول». خو د حضرت علي په باور، «د همدې بم غورځونې او له سیمې نه د پنځه کیلومټره شاتګ په وخت کې معامله شوې وه او بن لادن له دغه فرصت نه په استفادې له سیمې اېستل شوی و».

له محاصرې نه په ډراماتیک ډول د بن لادن وتلو، محلي ملیشې نهیلې کړې.

حضرت علي او د هغه ملګري له پیل څخه پر اول ګل شکمن وو او باور یې درلود چې نوموړی د امریکا تر څار لاندې دی، ځکه د دوی په اند سي‌اې‌اې پوهېده چې هغه دوه‌ اړخیزه لوبه کوي.

بن لادن د کونړ د یوه قومي مشر په کور کې

خان جان، چې د حزب اسلامي افغانستان جګپوړی قوماندان او د انجینر ګلبدین حکمتیار نږدې ملګری و، د دانګام په سور کمر کې د بن لادن او ایمن الظواهري نوی کوربه و. د مشواڼي قبیلې دغه قومي مشر د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته، په کونړ ولایت او د خیبر پښتونخوا ایالت د کوز دیر په جندول کې نفوذ درلود.

د خان جان کورنۍ پخوا د کندز په دشت ارچي کې اوسېده او دا همغه ځای و، چې له حکمتیار سره یې وپېژندل او د حزب اسلامي افغانستان په لیکو کې یې د هغه وخت د کمونیستی رژیم پر ضد په جګړو کې برخه واخېسته.


وروسته هغه د حزب اسلامي افغانستان په ورسک غونډ کې، چې د دې ډلې مهم عملیاتي مرکز و، دنده ترسره کوله او د ګوند له یوه بل نوموتي قوماندان کشمیر خان سره یې نږدې همکاري لرله.

افغان او امریکايي ځواکونو یوځل د هغه پر کور عملیات وکړل، خو له محاصرې ووت.

په۲۰۱۵ کال کې، چې د افغانستان په ختیزو ولایتونو کې ولسي پاڅونونه پراخ شول، خان جان د حکومت ملاتړ وکړ او د دانګام ولسوالۍ په کچه یې د ولسي پاڅون کوونکو مشري پرغاړه واخېسته. دې پرېکړې له هغه سره د طالبانو دښمني را وپاروله او په چغه سرای کې یې د هغه کور وسوځاوه. طالبان د۲۰۱۶ کال په فبروري میاشت کې یوګام نور هم پرمخ لاړل او د کونړ په مرکز اسعداباد کې یې خان جان او ۱۳نور ملکي وګړي په یوه ځانمرګي برید کې ووژل.

بن لادن له خپل زوی حمزه بن لادن او ایمن الظواهري سره یوځای د اوږدې مودې لپاره د حاجي خان جان او حاجی کشمیر خان په کورونو کې اوسېده.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د می پر دویمه د پاکستان په ایبټ اباد کې کاکول پوځي اکاډمۍ ته نږدې په دغه کور کې امریکايي ځواکونو وواژه.

د القاعدې مشرتابه له همدغو پټنځایونو څخه په پېښور او جلال اباد کې له خپلو کسانو سره اړیکې ساتلې او د امریکايي ځواکونو پر ضد عملیاتو ته یې مالي سرچینې برابرولې. هغه د خان جان او کشمیر خان نږدې ملګرو ته پام وړ مالي مرستې ورکولې.

د حزب اسلامي افغانستان د نظامي شورا د یوه پخواني غړي په وینا، کشمیر خان د اوږدو کلونو لپاره د القاعدې له مرکزي بودجې نه منظم میاشتنی امتیاز او د عملیاتو بودجه ترلاسه کوله.

هغه دلته د دایمي استوګنځي د جوړولو نیت هم درلود. خو د بن لادن د زوی حمزه بن لادن په وینا، وروسته یې چې له خپل پیغام رسوونکي ابو احمد الکویتي سره ولیدل، دا طرحه یې پرېښوده، ځکه په دانګام، شیګل او د کونړ په نورو ولسوالیو کې د امریکايي ځواکونو عملیات ورځ تر بلې ډېرېدل.

د حاجي خان جان پر کور د امریکايي ځواکونو له عملیاتو وروسته بن لادن د خیبر پښتونخوا د کوز دیر جندول سیمې ته لاړ. خان جان د جندول په مایار کلي کې بل کور درلود. بن لادن همدلته پناه واخیسته او تر ۲۰۰۴ کال پورې په دغه کور کې اوسېده.

د خان جان کورنۍ ته د نږدې سرچینو په وینا، په الجزیره او نورو ټلویزیونونو کې د بن لادن ډېری ویډیوګانې په کونړ او د جندول په سیمو کې ثبت شوې وې.

هغه د فلم اخیستنې ځایونه له خپل اصلي استوګنځي څخه لرې ټاکل، چې د سي ای اې شنونکي د ویډیوګانو له چاپېریالي نښو او بصري معلوماتو څخه د ده ځای تشخیص نه کړای شي. د جندول غرنۍ درې د نړیوالو استخباراتو له جدي پاملرنې لرې پاتې وې، ځکه ټول تمرکز پر وزیرستان و.


بن لادن دلته له ابو احمد الکویتي او خالد شیخ محمد سره خپلې نږدې اړیکې خوندي وساتلې او د کویتي په مرسته کوهاټ، هریپور او په پای کې د ایبټ اباد کاکول پوځي اکاډمۍ ته څېرمه « د وزیرستان حویلۍ» ته ولېږدېد.

خو د ۲۰۱۱ کال د مې تر دویمې لاهم د استخباراتي نړۍ سترګې بل لور ته وې. د سي ای اې شین سترګي جاسوس ارټ کلر په مشرۍ څارګرو ډلو د هغه له واقعي پټنځای څخه سلګونه کیلومتره لرې د شمالي او جنوبي وزیرستان په غرونو او درو کې د بن لادن لټون کاوه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نوټ: د حاجي عبدالقدیر د کورنۍ له غړو، د ننګرهار له پخواني والي حاجي دین محمد،حاجي حضرت علي، د تورې بوړې د مېلوې سیمې له اوسېدونکو، د حزب اسلامي له دوو پخوانیو قوماندانانو، د حاجي خان جان کورنۍ ته له نږې کسانو، د طالبانو له یوه چارواکي، د معلم اول ګل کورنۍ ته له نږدې کسانو او د وزیرو تنګي له دوو ولسي سرچینو سره مرکې شوې دي. دغه راز په دې لیکنه کېد القاعدې د وژل شوي مشر الظواهري د یوې عربي وینا ځینې ټکي او یو شمېر معتبر ماخذونه کارېدلې دي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto