کله چې اطاعت تحریف شي—د دین په نوم د واک انحصار
ليکوال: حبيب الرحمن حکمتيار
بریانیوز( یکشنبه، ١٣ ثور ١٤٠٥)
تاسو ته دین، د الله تعالی کلام، سنت او د عالم اسلام د علماوو اجماع مهمه ده که د یو شخص شخصي غوښتنې او له دین څخه د هغه خاص تفسیر؟
خدای دې وکړي چې طالب ورونه متوجه شي او خپل دین او دنیا دې خرابه نه کړي.
د خدای کلام دې ومني، نه د هغه چا چې د خدای کلام نه مني او هر څه یې په ږیره، لونګي، له انټرنېټ، ټلویزیون او تعلیم سره په دښمنۍ کې خلاصه کړي.
راځئ لږ په دې بحث وکړو چې اطاعت باید په پټو سترګو وي که نه؟ هغه څوک چې خپله د خدای امر نه مني، خو نورو ته وایي چې زما اطاعت د الله اطاعت دی، آیا د هغه اطاعت سم دی؟
په قرآن کریم کې داسې ویل شوي:
أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ
(سورة النساء: 59)
د الله اطاعت وکړئ، د رسول اطاعت وکړئ، او له چارواکو اطاعت وکړئ. که په کوم شي کې مو اختلاف پیدا شو، هغه الله او رسول ته ور وګرځوئ.
په دې آیت کې دا هم ویل شوي چې که له چارواکو سره شخړه رامنځته شي، نو هغه باید د الله او رسول لوري ته راجع شي. خو ځینې خلک یوازې د آیت یوې برخې ته ګوري او بلې ته یې نه ګوري. له بد نیت دا کار کوي او د الله کلام تحریفوي. دوی هېڅ اجازه نه ورکوي چې څوک پرې نیوکه وکړي، تر څو خلک د قرآن او سنتو په رڼا کې قضاوت وکړي او د الله حکم پر ځای شي.
الله تعالی امر کوي چې په خپلو چارو کې له یو بل سره مشوره وکړئ. پام وکړئ چې الله امر کوي؛ یعنې یوازې سپارښتنه نه ده، بلکې حکم دی:
وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ
(سورة الشورى: 38)
او د هغوی چارې په خپل منځ کې په مشوره سره وي.
خو ته د الله دا امر نه منې او افغان مسلمان ولس د مشورې وړ نه بولې. د ده منطق او فکري تګلاره له دې څخه معلومېږي چې انټرنېټ، موبایل او ټلویزیون حرام ګڼي، د نجونو تعلیم هم حرام بولي، حتی د تعلیم ارزښت یې بېخي ختم کړی او له پوهنتون سره یې دښمني اخیستې ده.
زه له ټولو انساني ارزښتونو سره جوړ یم، ځکه باور لرم چې اسلام هم له ټولو انساني ارزښتونو سره جوړ دی. زه له ټکنالوژۍ سره دښمني نه لرم، ځکه ایمان لرم چې اسلام هم له ټکنالوژۍ سره دښمني نه لري.
اوس یو کس په دې خفه کېږي چې ورته ووایې: «دا کار دې مطلق غلط دی!» خو په دې نه خفه کېږي چې ولې غلط کار کوي، بلکې په دې خفه کېږي چې ته ولې ورته وایې چې دا کار غلط دی.
چې په هره خوا یې تاو کړي، دا دوی دي چې غیر اسلامي کړنې ترسره کوي، د الله اوامرو ته غاړه نه ږدي، یوازې خپلو ګټو ته ګوري او اسلامي رنګ ورکوي. یوازې ځان غولوي. ټوله اسلامي نړۍ د دوی په کړنو تأسف کوي او دا ورته له دین، ایمان، عقیدې او انسانیت سره دښمني ښکاري. ولې باید مسلمان افغانان له وطنه هجرت ته مجبور شي!؟
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?