news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

سمیع سادات: د طالبانو د واک تر شا پټه جګړه؛ د ISI ملاتړ، داخلي اختلافات او د قدرت سیالي

سمیع سادات: د طالبانو د واک تر شا پټه جګړه؛ د ISI ملاتړ، داخلي اختلافات او د قدرت سیالي

د سمیع سادات په وینا، د طالبانو دننه ژور اختلافات، د ISI سره پټې اړیکې او د قدرت روانه سیالي ښيي چې دا ډله لا هم له سیاسي ثبات لرې ده او د داخلي ټکرونو خطرناک پړاو ته داخل شوې ده.

بریانیوز( سه‌شنبه ګ، ١٥ ثور ١٤٠٥)

سمیع سادات پخوانی جنرال او د نظامی چارو شنونکی وايي: "

اوس نږدې پنځه کاله کېږي چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، خو په دې موده کې نه یوازې دا چې یو منظم سیاسي نظام رامنځته نه شو، بلکې دا ډله لا هم د یو شبه‌نظامي جوړښت په توګه پاتې ده. درې کاله کېږي چې له پاکستان سره نښتې روانې دي، خو سره له دې چې پاکستان څو ځله د افغانستان پر خاوره بریدونه کړي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده تر اوسه د پاکستان پر ضد ښکاره دریځ نه دی نیولی."

هغه زیاتوي: "په همدې حال کې، ځینو طالب قومندانانو په خپل سر د پاکستان پر پوستو بریدونه کړي او حتی د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره یې د پاکستان دننه په بریدونو کې مرسته کړې، پرته له دې چې د مشرتابه اجازه ولري. دا په خپله د طالبانو دننه د بې‌نظمۍ او اختلاف ښکاره نښه ده."

د سادات په وینا: "داخلي اختلافات ورځ تر بلې زیات شوي دي. یو شمېر مهم مشران، لکه ملا معتصم آغا جان، پر ملا هبت‌الله اخوندزاده نیوکې کوي چې ولې له پاکستان سره نرم او له خپل ولس سره سخت چلند کوي. آن داسې راپورونه شته چې ملا معتصم آغا جان په کندهار کې نیول شوی او د هبت‌الله د نږدې کسانو له خوا په یوه شخصي ځای کې ساتل کېږي. دا یوازې یو مورد نه دی، بلکې ډېر پخواني طالبان، چې د دې ډلې بنسټیز غړي وو، اوس له اوسني مشرتابه ناخوښ دي."

هغه ټینګار کوي: "د داخلي کودتا له وېرې، ملا هبت‌الله اخوندزاده هڅه کوي د ISI ملاتړ ترلاسه کړي. د استخباراتي معلوماتو له مخې، د هغه یو نږدې کس عبدالحکیم آغا څو ځله د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته تللی او د ISI له چارواکو سره یې لیدلي دي. پیغام واضح و: طالبان به د پاکستان ضد عناصرو ملاتړ نه کوي، مخالفین به نیسي او د پاکستان پر ضد به د بریدونو مخه نیسي، په بدل کې به پاکستان د هغه داخلي مخالفین کمزوري کوي."

سادات زیاتوي: "په دې معامله کې حتی دا هم مطرح شوې چې د مهمو پوستونو بدلون وشي. داسې ویل کېږي چې ښايي ملا یعقوب له خپل ځایه لیرې شي او پر ځای یې نور کسان راوستل شي. همدارنګه، د ISI سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د کندهار والي ملا شیرین د مستقیم تماس مسؤل ټاکل کېدل هم د پلان برخه ده."

هغه وايي: "زموږ معلومات ښيي چې د هبت‌الله اصلي ملاتړي یو شمېر مهم ولایتي والیان دي، لکه ملا اسلام‌جار، ملا یوسف وفا او ملا نعیم بلوڅ، چې ډېری وخت ورته پیغامونه د غیر رسمي چینلونو له لارې رسېږي."

په پای کې، سمیع سادات خبرداری ورکوي: "د طالبانو د مشرتابه داخلي سیالي اوس خطرناک پړاو ته داخل شوې ده. دا سیالي به په پای کې یا د ملا هبت‌الله اخوندزاده په بقا تمامه شي او یا به ملا یعقوب او سراج‌الدین حقاني برلاسي شي. طالبان تر اوسه ونه توانېدل چې له یو نظامي جوړښت څخه په سیاسي نظام بدل شي، او تاریخ ښيي چې داسې رژیمونه بالاخره له منځه ځي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto