news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

قابلو پانګونه؛ د میندو او نويو زېږېدلو ژوند ژغورلو تر ټولو اغېزمنه لاره

قابلو پانګونه؛ د میندو او نويو زېږېدلو ژوند ژغورلو تر ټولو اغېزمنه لاره

قابلو پانګونه؛ د میندو او نويو زېږېدلو ژوند ژغورلو تر ټولو اغېزمنه لاره

بریانیوز| سه‌شنبه، ۱۵ ثور ۱۴۰۵

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې په افغانستان کې په قابلو پراخه پانګونه کولای شي د میندو او نويو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره تر ټولو اغېزمنه او ګټوره لاره وي

یاد بنسټ په خپله وروستۍ څرګندونه کې ټینګار کړی چې که د قابلو شمېر زیات شي او پر هغوی لازمې اسانتیاوې برابرې شي، نو د امیندوارۍ پر مهال د روغتیايي خدمتونو کچه لوړېږي او ښځې کولای شي خوندي او مسلکي پاملرنه ترلاسه کړي

د دغه سازمان په وینا، قابله‌ګانې نه یوازې د زېږون پر مهال مهم رول لري، بلکې د زېږون مخکې او وروسته پاملرنې کې هم بنسټیز اهمیت لري. دا چاره د دې لامل کېږي چې د مور او ماشوم د مړینې خطر په پام وړ ډول راکم شي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاتوي چې د قابلو ملاتړ او روزنه د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا یوه مهمه برخه ده، ځکه دا کار د ښځو لاسرسی اساسي خدماتو ته اسانه کوي او په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې د ژوند ژغورنې فرصتونه زیاتوي

کارپوهان هم باور لري چې په قابلو پانګونه نه یوازې د انساني ژوند د ژغورلو سبب کېږي، بلکې د یوې سالمې او باثباته ټولنې د جوړېدو لپاره هم حیاتي ارزښت لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto