news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ارومچي د خبرو دوام؛ د اسلامي امارت او چین ترمنځ د اړیکو او سیمه‌ ییز امنیت په اړهپراخې خبرې شوې

د ارومچي د خبرو دوام؛ د اسلامي امارت او چین ترمنځ د اړیکو او سیمه‌ ییز امنیت په اړهپراخې خبرې شوې

د ارومچي د خبرو دوام؛ د اسلامي امارت او چین ترمنځ د اړیکو او سیمه‌ ییز امنیت په اړه پراخې خبرې شوې 

  بریا نیوز (سه شنبه،۲۲ثور ۱۴۰۵)


د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي د افغانستان لپاره یو شیاوینګ سره په مهمه کتنه کې د ارومچي د مذاکراتو د دوام، د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د متقابل باور فضا د همکاریو د پراخېدو لپاره بنسټیز اهمیت لري

د خبرو په جریان کې د ارومچي د پخوانیو او روانو مذاکراتي پړاوونو د دوام موضوع هم یاده شوې او دواړو خواوو څرګنده کړې چې د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو بهیر باید دوام ومومي، څو د ګډو ګټو پر بنسټ عملي پرمختګونه رامنځته شي

همدارنګه د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه هم نظرونه تبادله شوي او ټینګار شوی چې د سیمه‌ ییز ثبات ساتل د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت دی. دواړو لورو ویلي چې د امنیت ټینګښت نه یوازې د افغانستان او چین، بلکې د ټولې سیمې د اقتصادي پرمختګ لپاره حیاتي رول لري

د اقتصادي همکاریو په برخه کې هم د پانګونې، ترانزیټي لارو او سوداګریزو اسانتیاوو پر پراختیا خبرې شوې دي. په ځانګړي ډول د چین او افغانستان ترمنځ د اقتصادي دهلیزونو د پیاوړتیا موضوع د بحث مهم ټکی و، چې د دواړو هېوادونو د اوږدمهالو اقتصادي ګټو لپاره مهم بلل کېږي

شنونکي وایي، د کابل او بیجینګ ترمنځ دا ډول ناستې د اړیکو د پیاوړتیا او د سیمه‌ییزو معادلو د بدلیدونکي حالت په درک کې مهم رول لري، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې افغانستان د سیاسي او اقتصادي بدلونونو له پړاو څخه تېرېږي او د ګاونډیو هېوادونو همکاري ورته زیات اهمیت لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto