news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

زلمی خلیلزاد: پاکستان د امریکا له همکارۍ سره هم مهاله د پټ چلند پالیسي لري

زلمی خلیلزاد: پاکستان د امریکا له همکارۍ سره هم مهاله د پټ چلند پالیسي لري

زلمی خلیلزاد: پاکستان د امریکا له همکارۍ سره هم مهاله د پټ چلند پالیسي لري

بریا نیوز (چهار شنبه،۲۳ثور ۱۴۰۵)

زلمی خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که هغه راپورونه سم وي چې ګواکې پاکستان په پټه توګه د ایران پوځي الوتکو ته پناه ورکړې، نو دا خبره د تعجب وړ نه ده

نوموړي ویلي، پاکستان له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې یو داسې سیاست تعقیب کړی چې له یوې خوا له امریکا سره همکاري کوي او له بلې خوا بیا په ځینو برخو کې د امریکا پر ضد هم ګامونه پورته کوي

هغه زیاته کړې، د دې ډول دوه مخې سیاستونو له امله د سیمې په اړیکو کې تل بې‌باوري موجوده پاتې شوې ده او د باور فضا بشپړه نه ده رامنځته شوې

خلیلزاد ټینګار کړی چې که دا ډول راپورونه ریښتیا شي، نو دا به وښيي چې د سیمې سیاسي توازن لا هم د پټو او متضادو اړیکو تر اغېز لاندې دی

سیاسي شنونکي وايي، د خلیلزاد دغه څرګندونې د سیمې د روانو ترینګلتیاوو په اړه نوې بحثونه راپورته کولی شي، په ځانګړي ډول د پاکستان، ایران او نړیوالو ځواکونو ترمنځ د اړیکو په اړه

کارپوهان باور لري چې که د دې ډول تورونو او ادعاوو وضاحت ونه شي، نو د سیمې د ډیپلوماټیکو اړیکو فضا به لا نوره هم پېچلې شي او د باور جوړونې هڅې به زیانمنې کړي

دغه څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې سیمه د سیاسي فشارونو، امنیتي اندېښنو او د نړیوالو قدرتونو د رقابت له امله له حساس پړاو څخه تېره کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto