د ټرمپ چین ته سفر؛ شي جینپینګ له امریکا سره د سوداګریزو خبرو د پرمختګ خبرورکړ
بریا نیوز (پنـجـــه شنبه،۲۳ثور ۱۴۰۵)
ډونالډ ټرمپ چین ته د خپل سفر پر مهال له لوړپوړو چینایي چارواکو سره لیدنې کړې دي، په داسې حال کې چې د چین ولسمشر شي جینپینګ ویلي، د بیجینګ او متحده ایالات ترمنځ د سوداګریزو خبرو په برخه کې “مثبت پرمختګونه” رامنځته شوي دي
د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې، دواړو لورو د سوداګرۍ، تعرفو، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر پراختیا هر اړخیز بحثونه کړي دي. شي جینپینګ ټینګار کړی چې چین او امریکا د نړۍ دوه ستر اقتصادي ځواکونه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ باثباته اړیکې نه یوازې د دوی، بلکې د نړیوال اقتصاد لپاره هم مهمې دي
هغه ویلي، وروستیو خبرو اترو د اقتصادي اختلافاتو د کمېدو او د ګډو ګټو د پراختیا لپاره د تفاهم نوې فضا رامنځته کړې ده. نوموړي زیاته کړې چې بیجینګ غواړي له واشنګټن سره اړیکې د متقابل احترام، همکارۍ او اقتصادي ثبات پر بنسټ پر مخ ولاړې شي
بل لور ته ډونالډ ټرمپ هم د چین له چارواکو سره د لیدنو په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو پر اهمیت خبرې کړې او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه کولای شي د اقتصادي همکارۍ له لارې د نړیوالو بازارونو ثبات پیاوړی کړي
کارپوهان وایي، د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ سوداګریزې اړیکې په وروستیو کلونو کې د تعرفو، ټکنالوژۍ، صادراتو او نړیوالو سیالیو له امله له سختو ننګونو سره مخ شوې وې، خو اوس دواړه لوري هڅه کوي د کړکېچ د کمولو او اقتصادي زیانونو د مخنیوي لپاره د تفاهم نوې لارې ومومي
شنونکي باور لري چې د ټرمپ دا سفر ښايي د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمنځ د اړیکو په راتلونکي کې مهم بدلونونه رامنځته کړي، ځکه نړیوال بازارونه، د انرژۍ بیې او سوداګریز بهیرونه تر ډېره د امریکا او چین د اړیکو له وضعیت سره تړلي ګڼل کېږي
د نړیوالو اقتصادي چارو څارونکي وایي، که د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز تفاهم پیاوړی شي، نو دا به د نړیوال اقتصاد د ودې، پانګونې او بازارونو د ثبات لپاره یو مهم پرمختګ وبلل شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?