news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

خلیل‌ زاد: د کابل او واشنګټن اړیکې د پیاوړتیا اړتیا لري؛ افغانستان ته مې سفر د اړیکودښه‌ والي لپاره دی

خلیل‌ زاد: د کابل او واشنګټن اړیکې د پیاوړتیا اړتیا لري؛ افغانستان ته مې سفر د اړیکودښه‌ والي لپاره دی

خلیل‌ زاد: د کابل او واشنګټن اړیکې د پیاوړتیا اړتیا لري؛ افغانستان ته مې سفر د اړیکو دښه‌ والي لپاره دی 

بریا نیوز (جمعه،۲۴ثور ۱۴۰۵) 

   زلمي خلیل‌زاد، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، ویلي چې کابل ته یې وروستی سفر شخصي بڼه لري، خو موخه یې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د ښه‌ والي لپاره هڅې کول دي

هغه په یوې تازه مرکه کې ویلي، د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې لا هم مهمې دي او دواړه لوري اړتیا لري چې د متقابل تفاهم، باور او اړیکو د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي

خلیل‌ زاد ټینګار کړی چې افغانستان د سیمې په مهمو سیاسي او امنیتي بدلونونو کې ځانګړی ځای لري او امریکا هم نه غواړي له دغه هېواده په بشپړ ډول واټن واخلي. د نوموړي په وینا، د اړیکو پیاوړي کېدل کولای شي د سیاسي ثبات، اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز امنیت په برخو کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي

هغه دا هم ویلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د نړیوالو لپاره د پام وړ دی او نړیواله ټولنه غواړي د افغانستان له خلکو سره د تعامل او همکاریو مناسبې لارې ومومي

سیاسي شنونکي باور لري چې د خلیل‌زاد دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو راتلونکی لا هم د ابهام او سیاسي ارزونو تر سیوري لاندې دی، خو دواړه لوري د محدود تعامل دروازې پرانیستې ساتلې دي

د یادونې وړ ده چې زلمي خلیل‌زاد د افغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا له مهمو څېرو څخه شمېرل کېږي او د دوحې د تړون پر مهال یې مهم رول لوبولی و

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto