news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

په سنټ پیټرزبورګ فورم کې د افغانستان او روسیې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

په سنټ پیټرزبورګ فورم کې د افغانستان او روسیې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

په سنټ پیټرزبورګ فورم کې د افغانستان او روسیې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

بریانیوز- یکشنبه، ١۷ جوزا ١٤٠٥ 

په روسیه کې د اسلامي امارت سفارت ویلي چې په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي حسن ګل حسن د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې له یو شمېر لوړپوړو روسي چارواکو سره جلا جلا لیدنې ترسره کړې دي

د سفارت د معلوماتو له مخې، نوموړي د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال ، د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس  او یو شمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي

په دغو لیدنو کې د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو، افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو او د اقتصادي همکاریو د پراخولو پر لارو چارو بحث شوی دی

همدارنګه د سنټ پیټرزبورګ په ښار کې د مېشتو افغانانو او افغان زده‌کړیالانو د ملاتړ، د هغوی د ستونزو د حل او د تعلیمي او ټولنیزو اسانتیاوو د ښه کېدو موضوعات هم د خبرو مهمې برخې بلل شوي دي

دواړو لورو ټینګار کړی چې اقتصادي اړیکې او سوداګریزې همکارۍ کولی شي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي او د ګډو اقتصادي ګټو لپاره نوې لارې پرانیزي

دا لیدنې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې روسیه او افغانستان په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د اړیکو د لا پیاوړتیا هڅې کوي


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto