news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

روسیه: په ۱۳ ساعتونو کې مو د اوکراین ۳۳۹ بې‌ پیلوټه الوتکې نسکورې کړې

روسیه: په ۱۳ ساعتونو کې مو د اوکراین ۳۳۹ بې‌ پیلوټه الوتکې نسکورې کړې

روسیه: په ۱۳ ساعتونو کې مو د اوکراین ۳۳۹ بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې

بریانیوز- یکشنبه، ١۷ جوزا ١٤٠٥

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د شنبې په ورځ یې یوازې د ۱۳ ساعتونو په موده کې د اوکراین ۳۳۹ بې‌ پیلوټه الوتکې شنډې او نسکورې کړې دي

د وزارت په وینا، دغه الوتکې د مسکو په ګډون د روسیې په ۱۳ بېلابېلو سیمو او ښارونو کې کشف او له منځه وړل شوې دي. روسي چارواکي وایي د هوايي دفاعي ځواکونو چټک غبرګون د دې لامل شو چې د بریدونو احتمالي زیانونه محدود پاتې شي

د  د راپور له مخې، د دغو بریدونو او امنیتي تدابیرو له امله د شنبې په ورځ د روسیې په یو شمېر هوايي ډګرونو کې الوتنې په لنډمهالي ډول ځنډول شوې او د مسافرو د خوندیتوب لپاره ځانګړي اقدامات ترسره شوي دي

روسي چارواکو تر اوسه د احتمالي تلفاتو او مالي زیانونو په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې د هېواد هوايي دفاعي سیستمونو د ډرونونو ډېره برخه تر هدف ته رسېدو وړاندې له منځه وړې ده

شنونکي باور لري چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له اوږدېدو سره د بې‌پیلوټه الوتکو کارونه د دواړو لورو په پوځي تګلارو کې مهم ځای خپل کړی او د جګړې جغرافیه یې له لومړۍ کرښې ور هاخوا نورو سیمو ته هم غځولې ده

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د مسکو او کیف ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او دواړه لوري د پوځي فشار د زیاتولو لپاره له نوې ټکنالوژۍ او بې‌پیلوټه الوتکو پراخه ګټه اخلي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto