news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: د میلیونونو افغان نجونو د زده‌کړو محرومیت د اندېښنې وړ دی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: د میلیونونو افغان نجونو د زده‌کړو محرومیت د اندېښنې وړ دی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: د میلیونونو افغان نجونو د زده‌کړو محرومیت د اندېښنې وړ دی

بریانیوز- سه شنبه، ١۹ جوزا ١٤٠٥

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه په خپلې وروستۍ غونډه کې د ۳.۸ میلیونه افغان نجونو پر دوامدار محرومیت او له زده‌کړو د پاتې کېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده د شورا غړو ټینګار کړی چې د نجونو له زده‌کړو بې‌برخې کېدل نه یوازې د میلیونونو ماشومانو او ځوانانو راتلونکی اغېزمنوي، بلکې د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي پرمختګ هم اوږدمهاله منفي اغېزې لرلای شي

په غونډه کې همدارنګه ویل شوي چې که څه هم په هېواد کې اداري ثبات تر سترګو کېږي، خو تر شا یې ژورې اقتصادي ستونزې او ننګونې پرتې دي چې د خلکو پر ژوند او د هېواد پر اقتصادي راتلونکي اغېز کوي د ملګرو ملتونو استازو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د میلیونونو کډوالو بېرته راستنېدل د بشري، اقتصادي او ټولنیزو فشارونو د زیاتېدو لامل ګرځي او د موجودو ستونزو کچه نوره هم لوړه کوي د امنیت شورا په وینا، د کارموندنې کمښت، اقتصادي محدودیتونه، بشري اړتیاوې او د زده‌کړو په برخه کې خنډونه هغه مهم عوامل دي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتوي شنونکي باور لري چې د زده‌کړو پراختیا، اقتصادي فرصتونو رامنځته کول او د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مناسبو اسانتیاوو برابرول د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره مهم بنسټونه ګڼل کېږي دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې نړیوال بنسټونه د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه پرله‌پسې خبرداری ورکوي او د ستونزو د حل لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto