د کابل پوهنتون پخواني استاد او لیکوال، محمد اسماعیل یون ویلي چې په افغانستان کې هېڅ یو شخص، تنظیم یا سیاسي جریان نه شي کولی د اوږدې مودې لپاره په انحصاري ډول حکومت وکړي او د سیاسي اصلاحاتو نشتوالی به د نظامونو د زوال لامل شي.
بریانیوز - چهارشنبه، ٢٠ جوزا ١٤٠٥
یون په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې اوسني چارواکي باید دا حقیقت ومني چې یو شخص، یوه ډله یا یو فکري جریان د تل لپاره په هېواد کې د واک ساتلو توان نه لري.
هغه زیاته کړې: «اوسني چارواکي که خفه کېږي او که خوشالېږي، دا حقیقت باید ومني چې یو شخص، یوه ډله، یو تنظیم او یو سیاسي فکري جریان د ډېر وخت لپاره په هېواد کې حکومت نه شي کولای. لنډمهاله واکمني کولای شي، خو هغه به هم په پای کې له سخت زوال سره مخامخېږي.»
د نوموړي په وینا، سیاسي انحصار په اوږد مهال کې د سیاسي کړکېچ او انفجار زمینه برابروي او د هېواد ثبات له ګواښ سره مخ کوي.
یون ویلي: «اوسني چارواکي هم باید په دې فکر وکړي چې یوازې یو مذهبي یا روحاني قشر د حکومت ټولې چارې نه شي سمبالولای، سیاسي انحصار وروسته سیاسي انفجار ته لاره اواروي.»
نوموړي د احتمالي سیاسي ستونزو د مخنیوي لپاره د پراخو سیاسي اصلاحاتو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان باید د تېرو لسیزو ترخې تجربې بیا تکرار نه کړي.
د هغه په باور، د لویې جرګې رابلل، له ولس سره مشوره، د نظام د راتلونکي څرنګوالي روښانه کول، د کورني او نړیوال مشروعیت ترلاسه کول او له نړیوالې سیاسي انزوا څخه د هېواد ایستل هغه ګامونه دي چې کولی شي د نظام د بقا او د هېواد د پرمختګ لپاره ګټور تمام شي.
یون همداراز ویلي چې افغانستان د نورو هېوادونو په څېر د ملي یووالي، سیاسي ثبات او مثبتو بدلونونو اړتیا لري، څو د خلکو د هوساینې او پرمختګ لپاره مناسب شرایط رامنځته شي.
هغه خبرداری ورکړی چې که سیاسي اصلاحات عملي نه شي او هره ډله یوازې خپلې ګټې تعقیب کړي، نو هېواد به یو ځل بیا د تاریخ له تکرار او نوو سیاسي ننګونو سره مخ شي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?