د ټرمپ په امر پر ایران د امریکا بریدونه؛ د هرمز تنګي شاوخوا کړکېچ لا پسې تود شو
بریانیوز- پنجشنبه، ۲۱ جوزا١٤٠۵
د امریکا مرکزي قومندانۍ اعلان کړی چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مستقیم امر یې د ایران پر ځینو مهمو هدفونو پوځي بریدونه پیل کړي دي
هم مهاله ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د بندر عباس په ګډون د هېواد په څو سیمو کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي او د بریدونو له امله امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی
د لومړنیو راپورونو له مخې، د امریکا دغو عملیاتو د ایران په سوېلي سیمو کې یو شمېر پوځي او ستراتیژیک ځایونه په نښه کړي، خو تر اوسه د بریدونو د پایلو او اوښتو زیانونو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي
بل لور ته، راپورونه وایي چې ایراني ځواکونو د دغو بریدونو په ځواب کې د هرمز تنګي ته نږدې پر امریکایي سمندري بېړیو توغندیز بریدونه کړي دي. د دغو ادعاوو په اړه لا تر اوسه خپلواکه ارزونه نه ده شوې او دواړو لورو بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي
دغه پرمختګ د امریکا او ایران ترمنځ روان کړکېچ یو نوي او خطرناک پړاو ته داخلوي؛ داسې پړاو چې د سیمې امنیت، نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ بازارونو ته یې اندېښنې زیاتې کړې دي
شنونکي خبرداری ورکوي چې که د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي غبرګونونه دوام ومومي، د هرمز تنګي شاوخوا وضعیت به لا پسې پېچلی شي او د منځني ختیځ د پراخې بېثباتۍ خطر به ډېر کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1682
-
اخبار افغانستان
773
-
مقاله
400
-
سیاست
107
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl