شهباز شریف: د بالستیک توغندیو په اړه دوهګونی معیارونه د منلو نه دي
بریانیوز- چهار شنبه ۳ سرطان ١٤٠٥
اسلامآباد – د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې د ځینو هېوادونو له خوا د بالستیک توغندیو په اړه د دوهګوني معیارونو کارول غیرمنطقي او د منلو نه دي
شهباز شریف په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې دا ناسمه ده چې ځینې هېوادونه د بالستیک توغندیو لرلو ته اجازه ولري، خو په ورته وخت کې له ایران څخه د دې ډول دفاعي وسلو د درلودلو مخه ونیول شي
هغه زیاته کړې چې په هغو تفاهم لیکونو او مذاکراتو کې چې تر سره کېږي، د ایران د بالستیک توغندیو موضوع نه ده شامله شوې او دا مسله د خبرو اترو د اجنډا برخه نه ده
د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې د هېوادونو دفاعي ظرفیتونه باید د نړیوالو اصولو او متقابل درناوي پر بنسټ وکتل شي، نه د انتخابي محدودیتونو او سیاسي فشارونو له لارې
سیاسي شنونکي وایي چې د شهباز شریف دا څرګندونې د سیمهییزو امنیتي بحثونو په چوکاټ کې د ایران پر وړاندې د لوېدیځو سیاستونو په اړه د اسلامآباد د دریځ انعکاس ګڼل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1697
-
اخبار افغانستان
806
-
مقاله
482
-
سیاست
147
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl