news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایران: د ازادو شویو شتمنیو د کارونې پرېکړه به د ملي ګټو پر بنسټ کېږي

ایران: د ازادو شویو شتمنیو د کارونې پرېکړه به د ملي ګټو پر بنسټ کېږي

ایران: د ازادو شویو شتمنیو د کارونې پرېکړه به د ملي ګټو پر بنسټ کېږي

بریانیوز- پنجشنبه ۴ سرطان ١٤٠٥

تهران – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند  ویلي چې تهران به د ازادو شویو شتمنیو د کارونې په اړه پرېکړه یوازې د ملي ګټو له مخې کوي او په دې برخه کې به د هېڅ بهرني فشار منلو ته غاړه کېنږدي

بقایي په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې ایران د خپلو مالي سرچینو په اړه بشپړه خپلواکي لري او د دغو شتمنیو د مصرف په اړه به د متحده ایالاتو هېڅ ډول محدودیت ونه مني

هغه زیاته کړې چې د ایران چارواکي د توکو د پېرلو پر مهال د قیمت او کیفیت پر بنسټ وروستۍ پرېکړه کوي، نه د بهرنیو سیاسي شرطونو له مخې

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا ولسمشر  ویلي وو چې د ایران ازاد شوي مالي شتمنۍ باید یوازې له امریکا څخه د خوړو د پېرلو لپاره وکارول شي

د تهران وروستۍ څرګندونې ښيي چې ایران غواړي د خپلو مالي منابعو د مدیریت په برخه کې خپل دریځ نور هم سخت او مستقل وساتي، په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلافات لا هم پر خپل ځای پاتې دي

شنونکي باور لري چې دا ډول تبادلې ښيي چې د ایران او امریکا ترمنځ د اقتصادي او سیاسي فشارونو لړۍ لا هم روانه ده او د باور فضا تر اوسه نه ده رامنځته شوې

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto