news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

طالبان: د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان اندېښنې بې‌ځایه دي

طالبان: د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان اندېښنې بې‌ځایه دي

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د افغانستان په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) وروستۍ اندېښنې بې‌ځایه بللې او ویلي یې دي چې په هېواد کې امنیتي وضعیت تر بشپړ کنټرول لاندې دی.

بریانیوز- پنجشنبه، ٤ سرطان ١٤٠٥

فطرت د پنجشنبې په ورځ (د سرطان ۴مه) وویل، له هغه وخت راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، د دوی امنیتي ځواکونه د افغانستان پر ټوله جغرافیه بشپړ واک لري او د هېواد امنیت یې خوندي کړی دی.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د دایمي شورا مشر ویکټور واسیلیف ویلي وو، په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت لا هم د یاد سازمان لپاره تر ټولو جدي اندېښنه ګڼل کېږي.

واسیلیف زیاته کړې چې که څه هم روسیه او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو پراخولو هڅې کوي، خو په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم پېچلی دی او د دوامدار ثبات نښې نه تر سترګو کېږي.

د هغه په وینا، د افغانستان له شمالي پولو سره نږدې د وسله‌والو ډلو او جنګیالیو شتون د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د غړو هېوادونو، په ځانګړي ډول تاجکستان، لپاره جدي امنیتي ګواښ رامنځته کړی دی. نوموړي ټینګار کړی چې د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره به ګډ امنیتي او پوځي عملیات نور هم پراخ شي.

بلخوا، حمدالله فطرت د دغو اندېښنو په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

هغه وویل: «دا د افغانستان اصولي دریځ دی چې چاته اجازه نه ورکوي له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته ګواښ متوجه شي، او همدارنګه افغانستان هېڅ وسله‌والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.»

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان ویلي چې د افغانستان په شمالي پولو کې د وسله‌والو ډلو د نفوذ د مخنیوي لپاره به خپلې ګډې هڅې زیاتې کړي، ځکه چې د دوی په باور دغه ډلې د سیمې د امنیت لپاره مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto