هرات والي–هرات اوسپنې پټلۍ د پراختیا لپاره نوې ژمنې؛ د لېږد ظرفیت به ۱۵۰ زره ټنو ته لوړ شي
هرات والي–هرات اوسپنې پټلۍ د پراختیا لپاره نوې ژمنې؛ د لېږد ظرفیت به ۱۵۰ زره ټنو ته لوړ شي
بریانیوز-جمعه ۵ سرطان ١٤٠٥
هرات – د هرات والي په افغانستان کې د ایران د اوسپنې پټلۍ د پراختیا د کنسرسیوم له مشر سره په لیدنه کې د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ د فعالیتونو د پراختیا او د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي
د هرات ولایت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ د ظرفیت لوړولو، د توکو د لېږد د اسانتیاوو او د سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو بحث شوی دی
نوراحمد اسلام جار ویلي چې د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ د افغانستان او ایران ترمنځ له مهمو ټرانزیټي او سوداګریزو دهلېزونو څخه ده او د دې پروژې پراختیا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي
بل لور ته، مصطفی رضایي ژمنه کړې چې د دې پټلۍ د لېږد ظرفیت به په راتلونکو میاشتو کې د پام وړ لوړ شي. د هغه په وینا، ټاکل شوې چې د رېل پټلۍ د انتقال وړتیا په میاشت کې ۱۵۰ زره ټنو ته ورسول شي، چې دا به د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر چټک او اغېزمن کړي
اقتصادي شنونکي باور لري چې د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ پراختیا نه یوازې د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره نوي فرصتونه برابروي، بلکې هېواد د سیمه ییز ترانزیټ او سوداګرۍ په مهم مرکز هم بدلولای شي
دا پرمختګ په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې افغانستان د سیمهییزو اقتصادي دهلېزونو د فعالولو او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?