اروپايي ټولنه: له افغان پلاوي سره خبرې تخنیکي وې، د رسمیت پېژندنې معنا نه لري
بریانیوز-جمعه ۵ سرطان ١٤٠٥
بروکسل – اروپايي رسنیو د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنر له قوله راپور ورکړی چې د اسلامي امارت له پلاوي سره ترسره شوې خبرې یوازې په تخنیکي کچه وې او د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه دي
د اتریش دغه سیاستوال ویلي چې په یادو خبرو اترو کې د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو تخنیکي متخصصانو ګډون کړی و او د سیاسي استازو حضور پکې نه و
د نوموړي په وینا، د غونډې تمرکز د کډوالۍ، د بېرته ستنولو میکانیزمونو او اړوندو تخنیکي موضوعاتو پر ارزونې و، نه د سیاسي اړیکو پر پراختیا
برونر زیاته کړې چې اروپايي لوري له افغان پلاوي غوښتي څو د هغو افغان کډوالو د بېرته منلو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي چې د اروپايي هېوادونو د قوانینو له مخې په جرمونو کې ښکېل بلل شوي دي
هغه ټینګار کړی چې د دغو خبرو موخه د کډوالۍ د مدیریت لپاره د عملي لارو چارو موندل وو او باید د افغانستان له اوسني حکومت سره د سیاسي تعامل یا دپلوماتیکې رسمیت پېژندنې په توګه تعبیر نه شي
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې بروکسل ته د افغان پلاوي سفر په افغانستان او اروپا کې پراخ بحثونه راپارولي او ګڼو څارونکو د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د راتلونکي مسیر په اړه بېلابېل تحلیلونه وړاندې کړي دي
سیاسي شنونکي باور لري چې که څه هم دا ډول تماسونه تخنیکي بڼه لري، خو د کډوالۍ، بشري همکاریو او قونسلي خدمتونو په برخو کې د عملي اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګامونه ګڼل کېدای شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?