news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نوي ډیلي : په ډیلي کې نوې اقتصادي هوکړه؛ افغانستان او هند د سوداګریزو همکاریو د پراختیا تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نوي ډیلي : په ډیلي کې نوې اقتصادي هوکړه؛ افغانستان او هند د سوداګریزو همکاریو د پراختیا تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نوي ډیلي : په ډیلي کې نوې اقتصادي هوکړه؛ افغانستان او هند د سوداګریزو همکاریو د پراختیا تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

بریانیوز-جمعه ۵ سرطان ١٤٠٥

نوي ډیلي – د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لړ کې یوه مهمه هوکړه شوې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس د هند د سفر پر مهال د هند د سوداګرۍ او صنایعو له خونې سره د تفاهم‌لیک د لاسلیک له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو نوی باب پرانیستی دی

د معلوماتو له مخې، دغه تفاهم‌لیک د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو د زیاتولو، د خصوصي سکټور د اړیکو د پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو د لا پراخېدو په موخه لاسلیک شوی دی

دواړو لورو په دې هوکړه کې د ګډو سوداګریزو پروګرامونو، د پانګوالو ترمنځ د اړیکو د پراختیا، د نندارتونونو او سوداګریزو غونډو د جوړولو او د سوداګرۍ پر وړاندې د موجودو خنډونو د کمولو پر اهمیت ټینګار کړی دی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلینو ویلي چې هند د افغانستان لپاره یو مهم اقتصادي شریک هېواد دی او د دې تفاهم‌لیک عملي کېدل کولی شي د صادراتو، وارداتو او پانګونې په برخو کې نوي فرصتونه رامنځته کړي

اقتصادي شنونکي باور لري چې دا هوکړه به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې په کچه د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره هم مثبت اغېز ولري

دا تفاهم‌لیک په داسې وخت کې لاسلیک کېږي چې افغانستان هڅه کوي له سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره نوي فرصتونه ومومي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto