مولوي رحمت الله اندړ: د خلیفه دین محمد دیني تفسیر د افغانستان د ټولنیز شاتګ لامل شوی
مولوي رحمت الله اندړ په یوه تازه لیکنه کې د علماوو د شورا پر رئیس، خلیفه دین محمد، سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د هغه دیني تفسیر او روایت د افغانستان د ټولنیز پرمختګ پر ځای د شاتګ، جمود او خرافاتو د پراختیا سبب شوی دی.
بریانیوز- شنبه ٦ سرطان ١٤٠٥
اندړ ویلي، له خلیفه دین محمد سره هېڅ ډول شخصي دښمني، سیالي یا شخصي اختلاف نه لري، خو د هغه پر دیني تعبیر او تفسیر ځکه انتقاد کوي چې د ده په وینا، له معاصر ټولنیز ژوند سره په ټکر کې دی او د اسلامي ټولنې د پرمختګ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.
هغه په خپله لیکنه کې ادعا کړې چې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار پر وړاندې محدودیتونه، د ښځو په اړه تبعیضي لیدلوری، او د عصري علومو پر وړاندې منفي دریځ، د همدې فکري مکتب له اغېزو څخه دي.
اندړ زیاته کړې چې خلیفه دین محمد د علماوو د شورا د رئیس او د یوې سترې مدرسې د مشر په توګه هر کال سلګونه دیني زده کوونکي فارغوي او د ده په وینا، دغه فارغان هماغه فکري لیدلوری ټولنې ته لېږدوي.
نوموړي همداراز ادعا کړې چې د خلیفه دین محمد کلنۍ دستاربندۍ غونډې ته هر کال لسګونه زره کسان ګډون کوي او د هغه فکري نفوذ د طالبانو تر مشرانو پورې هم رسېدلی دی.
مولوي رحمت الله اندړ په پای کې ټینګار کړی چې د ده نیوکې د یوه فرد پر ضد نه، بلکې د هغه پر دیني روایت او فکري مکتب دي، ځکه د ده په باور، دغه روایت د افغانستان پر ټولنه او د اسلام پر وړاندې منفي اغېزې لرلې دي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?