news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د اصیل خان کورنۍ: که حاجي اصیل خان ستاسو په توقیف کې دی، خبر راکړئ؛ که مړ شوی وي، جسد یې وسپارئ

د اصیل خان کورنۍ: که حاجي اصیل خان ستاسو په توقیف کې دی، خبر راکړئ؛ که مړ شوی وي، جسد یې وسپارئ

د کابل اوسېدونکي افغان سوداګر حاجي اصیل خان له څه باندې دوو میاشتو راهیسې بې‌درکه دی. کورنۍ یې وایي نوموړی د عیني شاهدانو په وینا د طالبانو په رنجر موټر کې وړل شوی او له واکمنو چارواکو یې د هغه د برخلیک په اړه د روښانه وضاحت غوښتنه کړې ده.

بریانیوز- یکشنبه ٧ سرطان ١٤٠٥

د کابل ښار احمد شاه بابا مېنې اوسېدونکي افغان سوداګر «حاجي اصیل خان» د کورنۍ غړي د نوموړي د برخلیک په اړه ژور غبرګون ښودلی او په واکدارو طالبانو او اړونده امنیتي ارګانونو یې غږ کړی چې که یاد سوداګر د دوی په توقیف خونو کې بندي وي ځکه د دوی په رنجر کې وړل شوی، نو سمدستي دې کورنۍ ته ډاډ ورکړي او که خدای مه کړه مړ شوی وي، نو مړی دې وروسپاري. 

د کورنۍ غړو يې ویلي چې د حاجي اصیل خان له بې‌ درکۍ څه د پاسه دوه میاشتې تېرېږي، کوچني ماشومان یې بې‌ سرپرسته پاتې دي او تر اوسه یې د موندلو په هڅو کې بشپړ بې‌ وسه شوي دي.

دوی وايي، حاجي اصیل خان، چې له چین سره یې سوداګري کوله او له هیچا سره یې شخصي دښمني نه لرله، شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د کابل ښار ۱۲ ناحيې له مخې څخه د عیني شاهدانو په وینا د طالبانو په رنجر موټر کې پورته کړل شوی او له هغې وروسته یې هیڅ درک نشته.

د دغه سوداګر کورنۍ په خپلو تازه څرګندونو کې واکمنو طالبانو ته په کلکه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: "دا د پښتنو وطن دی؛ خدای مه کړه سبا داسې نه شي چې کورنۍ یې د شک په اساس په شخصي دښمنیو واوړي او قومي بدیو ته لاره هواره شي، چې بیا به د دې ټولو ناخوالو مسولیت ستاسو په غاړه وي؛ ځکه د خدای او قانون په نزد د ولس د سر، مال او امنیت ساتنه ستاسو دنده ده."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په ټول افغانستان د سوداګرو تښتونه، مرموزې او د طالبانو په واسطه نیونې او وژنې خورا عامې شوې چې د ټولو افغانانو اندېښنه يې را پورته کړې ده.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto