هوايي برید-د کونړ پر منورې ولسوالۍ د پاکستان هوايي برید؛ یو ملکي کور ویجاړ شو، لسګونه څاروي له منځه ولاړل
هوايي برید-د کونړ پر منورې ولسوالۍ د پاکستان هوايي برید؛ یو ملکي کور ویجاړ شو، لسګونه څاروي له منځه ولاړل
بریانیوز-دوشنبه ۸ سرطان ١٤٠٥
کونړ – د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي، پاکستاني جنګي الوتکو د دغه ولایت د منورې ولسوالۍ په برولو سیمه کې پر یوه ملکي کور هوايي برید کړی، چې له امله یې کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی، خو د برید پر مهال چاته ځاني زیان نه دی اوښتی
د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان ویلي، برید تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې ترسره شوی او د سیمې د یوه اوسېدونکي، اسحاق، استوګنیز کور یې په نښه کړی دی
د نوموړي په وینا، که څه هم په دې برید کې د انسانانو مرګژوبله نه ده رامنځته شوې، خو شاوخوا ۳۰ سره څاروي له منځه تللي او کورنۍ ته یې درانه مالي زیانونه اوښتي دي
ځايي چارواکي دغه برید د ملکي سیمو په نښه کول بولي او وایي چې د استوګنې کورونو زیانمنول د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې دي
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د افغانستان او پاکستان پر پوله وروستیو امنیتي پېښو او هوايي بریدونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کچه لوړه کړې او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه یې نوې اندېښنې راپارولي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1697
-
اخبار افغانستان
817
-
مقاله
493
-
سیاست
153
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl