د نورستان طبیعت ساتـنـه ، د راتلونکونکو نسلونو مسولیت
بریانیوز-دوشنبه ۸ سرطان ١٤٠٥
نورستان ولايت ته الله تعالی بې مقايسېي،طبيعي ښکلا او جاذبه ور بخښلي دا د دې باعث شوې چې دهېواد مختلفو سیمو څخه ګران هېوادوال ددې طبيعي ښکلاوو او منظرو ليدلو په خاطر نورستان ولایت ته سفرونه کوي
که د سيلانيانو د راتګ دغه چټک بهير سم تنظيم اوښه مدیریت شي
دا به نورستان ولايت دپرمختيا او ځایی اوسیدونکو ولسونو اقتصادي ودي او پراختيا باعث ګرزیدلی شې
ګرانو هيوادوالو!
باید متوجه شو هر نوي کړنلاره(پدیده) مثبت او منفي اړخونه لري ؟
مثبت اړخ یی دادئ چې ځای ميشت اوسیدونکو ولسونو ته پراخه پیمانه البته ارزان د نوي کار وباری فرصتونه په لاس کې ورکوي
په نړیوال اقتصاد کې د سیاحت او توریزم صنعت مهم ونډه لرې
د ولسونو او دولتونو پرمختيايی پروژو کې ډیر اغیزمن حسابیږی
سیاحت او توریزم صنعت ځایی ميشت ولسونو فرهنګی اقتصادي ودي ترقی باعث ګرځی
دوديزي سنتی راکړه ورکړه ته پای ټکی کېږدي
او نوی سيستم (راکړي ورکړي ) اقتصادي او فرهنګي څانګو کې پر محلي خلکو تپل کیږي
پدغه خبرو کې هيڅ شک نشته دی د توریزم او سیاحت صنعت په جذب سرمایه گذاری کې ډير اسان ارزان او اغیزمن پروژه ده
خو په شرط چي دولت حاکم لخوا يوه قوي برنامه تنظیم شي چې هغه پلان کې د محلی خلکو مشروع منافع او د سيلانيانو د ارام سالم تفریح او سیاحت
تضمین شي

مونږ په افغانستان کې پس دڅلویښت کلنه تپلی شوي جګړو څخه تازه را وتلی یوو
د توریزم او سیاحت صنعت زمونږ ټولنې لپاره یوه نوی موقع (پدیده)ده
دغه نوی موقع (پدیده)مثبت اړخونه حفظ او ساتنې پالنې لپاره یوه نوی قانون ته ضرورت احساس کیږي
چې هیله ده د افغانستان مرکزې دولت د نورستان ولایت د جغرافیایی جوړښت او د نورستانیانو د ژوندانه چاپیریال په دقیقه توګه مطالعه کړي
او بیا یی موجوده امکاناتو په کتو سره چي يوه منظم پلان جوړ کړي
چې دغه مدون مکتوب شوی پلان کې د نورستانیانو دود کلتور اقتصادي مذهبي مشروع منافع تظمین شي
او همدارنګه د سيلانيانو سالم سیاحت امنیت خوندي توپ پکی تضمین شي
او په خوا کې د افغانستان ملي اقتصاد پیاوړتیا او تقویت لپاره او دخارجی سيلانيانو جذب لپاره یوه څه اوسېدو او ترانسپورتي زیر بنا برابرولو ته ډېر ضرورت دي چې د افغانستان دولت جدی توجه دغه نوی موقع تنظیم او ښه سمبال لپاره پدغه پلان کې ځای ورکړی
ګرانو هيوادوالو
الله ج دی هغه ورځې نه راولي دغه نوی موقع (پدیده)منفي خواته خواسته یا نا خواسته يوړل شی.
بیا یی هیڅ حاکم دولت دغه ناورین نشی مدیریت کولاي
زه د نورستانیانو ټولني کلتوري سیاسي مذهبي او قبیله وی جوړښت ډير ښه پیژنم ځکه چي په نورستان کي زیږدلی یم او په نورستان ګي می خاپوړې کړي دي
او دغه تاریخي تیروتنه نباید وشي د حاکم دولت ځني مشرانو وابستګان چې اکثریت یی زمونږ د لوی کندهار اوسیدونکی دي مسلحانه نورستان ولایت ته په سیاحت روانیږي
چې دغه لوی کندهار مسافر ورونه فکر کوی نورستانیانو به د بامیان پنجشیر ولایتونو ولسونو په څير ټوکې خوی خواس لري
دغه فکر پخپله ځای کې لوی تیروتنه ده
ګرانو هیوادوالو
نورستانیان تولنه يوه سخت مذهبی دینداره او په قومي او قبیله وی مناسباتو دودونو عنعناتو بر مبنا ولاړه ټولنه ده
د ژوندانه په هر څانګه کې ځان ته اوصول او ځانګړي قواعد لری
د منطقه چاپیریال او روز مره ژوند تنظیم لپاره باید یوه نورستاني او یا د نورستانیانو میلمه دغه قواعدو ته درنښت غاړي کیږدی
او تر ټولو لوی ګناه او لویه تیروتنه مسلح میلمه هغه هم بد اخلاق میلمه
چی د اسلحه په زور د ولس شخصي زراعتي ځمکو کې په لکسس یا کروزین موترونو باندي لګد مال وی
هغه هم د یوه غریب نورستانی بزګر د يو کال د کور اهل عیالو ټول کال نفقه همدغه یوه جريب یا نيم جريب یوه فصله ځمکه ده
دغه یی يوه جدی منفي پديده ده چی که په عاجله توګه يې مخنيوی و نه شئ
او دولتی امنیتی مسئولين ورته عاجل تدابير و نه نیسي نو په راتلونکي کې به د نورستان ولایت د امنيت او سياحت توریزم او هم دسيلانيانو ، او هم د سوله ټینګښت لپاره نه جبرانيدونکي اوخطرناکې پايلې ولري
، او هغه د سيلانيانو مکمل مسلح راتګ بهیر او د اسلحې څخه ناوړه اوغير مسئولانه استفاده د تير جمهوريت دلنډه غرانو ريکارډ هم ماتي کړي دي جدی پاملرنه او مخ نيوي وشی
هیله ده چې ولايتي مسوولين او مرکزی دولت کی با بصیرت مشران پدې اړه قاطع او جدی اقدامات ترسره کړي
او د افغانستان فعلی حکومت مشرتابه لخوا پدي اړه واضح قاطع هدايات صادر شې
او ټول افغان مسلمان ملت خپل خوښي او خوشحالي جشنونه د افغانستان په هر ګوډ په ارامه او سالم توګه چاري ته ادامه ورکړي
او دا سیاحتونه او تفریحات تفریجات سالم ادامه اوومي او هر افغان خپل ژوندانه چاري په موجوده سوله ایزه فضای کي ژوند څخه خوند واخلي
تل دیوی سمسور افغانستان
ژوندي وي د افغانانو رورولی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?