ریچارډ لېنډزي:د برېټانیا ځانګړي استازي د افغانستان او پاکستان پر روان کړکېچ اندېښنه څرګنده کړه
ریچارډ لېنډزي:د برېټانیا ځانګړي استازي د افغانستان او پاکستان پر روان کړکېچ اندېښنه څرګنده کړه
بریانیوز-سه شنبه ۹ سرطان١٤٠٥
کابل – د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لېنډزي، ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې د روان تاوتریخوالي او پرلهپسې مرګژوبلې په اړه ژوره اندېښنه لري او د ترهګرۍ ټول ډولونه په کلکو ټکو غندي
نوموړي په خپل څرګندونو کې ټینګار کړی چې د نړیوال بشردوستانه قانون درناوی، د ملکي وګړو ساتنه او د تاوتریخوالي کمول د ټولو ښکېلو لورو ګډ مسوولیت دی او باید له هر ډول هغه کړنو ډډه وشي چې د بېګناه خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي
ریچارډ لېنډزي همداراز د شخړو د حل لپاره پر خبرو اترو، زغم او ډیپلوماټیکو لارو د تمرکز غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د سیمې ثبات د تاوتریخوالي په زیاتېدو نه، بلکې د رغنده تعامل او ګډو هڅو له لارې خوندي کېدای شي
د نوموړي څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو امنیتي پېښو او پوځي نښتو د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لا زیاتې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1698
-
اخبار افغانستان
818
-
مقاله
497
-
سیاست
157
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl