news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

بښنې نړیوال سازمان: نړۍ دې د افغانستان ښځې له پامه نه غورځوي

بښنې نړیوال سازمان: نړۍ دې د افغانستان ښځې له پامه نه غورځوي

بښنې نړیوال سازمان: نړۍ دې د افغانستان ښځې له پامه نه غورځوي

بریانیوز- سه شنبه ۹ سرطان١٤٠٥

لندن – د بشري حقونو نړیوال سازمان، بښنې نړیوال سازمان (امنیستي انټرنېشنل)، ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان ښځې او نجونې له پامه ونه غورځوي او د هغوی د حقونو د خوندیتوب لپاره دې عملي ګامونه واخلي

دغه سازمان په خپله نوې اعلامیه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې ښځې له سختو ټولنیزو، تعلیمي او کاري محدودیتونو سره مخ دي او د هغوی اساسي حقونه تر جدي فشار لاندې دي

امنیستي ویلي، د ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالو ژمنو عملي کول اړین دي او نړۍ باید د افغان ښځو د ملاتړ لپاره خپل سیاسي او بشري اقدامات لا پراخ کړي

دغه سازمان همداراز غوښتنه کړې چې د ښځو د ګډون، زده‌کړې او ټولنیز حضور د پراخېدو لپاره دې نړیوال فشارونه زیات شي، څو د هغوی اساسي حقونه بېرته تضمین شي

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالو بنسټونو اندېښنې لا هم دوام لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto