news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو ۹۵ سلنه کمښت د نړۍ د نشه‌يي توکو بازار بدل کړی

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو ۹۵ سلنه کمښت د نړۍ د نشه‌يي توکو بازار بدل کړی

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو ۹۵ سلنه کمښت د نړۍ د نشه‌يي توکو بازار بدل کړی

بریانیوز- چهارشنبه، ۱۰ سرطان ١٤٠٥

ویانا – د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر  د ۲۰۲۶ کال په خپل تازه نړۍوال راپور کې ویلي، په افغانستان کې د کوکنارو د کر او تولید بې‌ ساري کمښت د نړۍ د افیوني نشه‌يي توکو پر بازارونو ژور اغېز کړی دی

د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو تولید د ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۹۵ سلنه راکم شوی، چې له امله یې د هیرویینو نړیواله عرضه محدوده شوې او د دغو نشه‌يي توکو موجودې زېرمې د ختمېدو په حال کې دي

راپور خبرداری ورکوي، د هیرویینو د کمښت له امله د نشه‌يي توکو قاچاقبران ښايي په زیاتېدونکي ډول مصنوعي نشه‌يي توکو ته مخه کړي، چې دا به د نړۍ د عامې روغتیا، امنیت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره نوې ننګونې رامنځته کړي

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر ټینګار کړی چې په افغانستان کې د کوکنارو د تولید کمښت د نړۍ د افیوني توکو په بازار کې یو ستر بدلون بلل کېږي او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره د نړیوالې همغږۍ، ګډو اقداماتو او دوامدارو حللارو اړتیا لا هم پر خپل ځای پاتې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto