جیډي ونس: د ایران په اړه د خبرو منتقدان هغه کسان دي چې پخوا یې د افغانستان په څېر هېوادونو کې د بمبارۍ ملاتړ کاوه
جیډي ونس: د ایران په اړه د خبرو منتقدان هغه کسان دي چې پخوا یې د افغانستان په څېر هېوادونو کې د بمبارۍ ملاتړ کاوه
بریانیوز- پنجشنبه ١۱ سرطان ١٤٠٥
د امریکا د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جیډي ونس په یوې تازه وینا کې د ایران سره د روانو ډیپلوماټیکو خبرو په اړه د نیوکو کوونکو پر دریځ سختې څرګندونې کړې دي، او ویلي یې دي چې د اوسنۍ ادارې د مذاکراتو منتقدان په حقیقت کې هغه کسان دي چې پخوا یې امریکا د پوځي بریدونو او هوايي بمبارۍ زیاتوالي ته هڅوله
هغه دغه څرګندونې د امریکا د سمندري ځواکونو په یوه هوايي اډه کې وکړې، چې د متحده ایالاتو د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د نږدې کېدو په مناسبت او د پوځ د قدرونې په ځانګړي مراسمو کې ترسره شوې وې. وویل چې هغه کسان چې نن د ایران په اړه د واشنګټن د خبرو اترو مخالفت کوي، هماغه کسان دي چې پخوا یې له امریکا غوښتل څو په هېوادونو لکه افغانستان کې نور هوايي بریدونه ترسره کړي او د پوځي اقدام کچه لوړه کړي
ونس زیاته کړه چې دا ډلې د پخوانیو جګړهییزو پرېکړو د هدف او پایلو په اړه هېڅ واضح توضیحات نه لري، خو بیا هم د پوځي فشار د زیاتوالي غوښتنه کوي. د هغه په وینا، ورته کړنلارې نه یوازې د اوږدمهاله ثبات لامل نه ګرځي، بلکې د نړیوالو کړکېچونو د زیاتېدو سبب هم کېږي
نوموړي ټینګار وکړ چې د اوسني حکومت ډیپلوماټیکه لاره د دې لپاره غوره شوې چې د شخړو د زیاتېدو مخه ونیول شي او د سیاسي حللارو له لارې د ستونزو کمولو ته زمینه برابره شي
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ غیرمستقیمې خبرې روانې دي او په دې برخه کې د منځګړو هېوادونو په هڅو د باور د فضا د رامنځته کېدو هڅې دوام لري
سیاسي شنونکي وايي، د جیډي ونس دا ډول څرګندونې د امریکا دننه د بهرني سیاست پر سر د نظرونو ژور اختلاف ښيي؛ یو لوری د ډیپلوماسۍ ملاتړ کوي او بل لوری بیا د سخت دریځ او پوځي فشار غوښتنه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?