news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اوچا: په افغانستان کې بشري کړکېچ لا ژور شوی؛ د مرستو د بودجې یوازې ۱۷ سلنه برابره شوې

اوچا: په افغانستان کې بشري کړکېچ لا ژور شوی؛ د مرستو د بودجې یوازې ۱۷ سلنه برابره شوې

اوچا: په افغانستان کې بشري کړکېچ لا ژور شوی؛ د مرستو د بودجې یوازې ۱۷ سلنه برابره شوې

بریانیوز- جمعه، ١٢ سرطان ١٤٠٥

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري کړکېچ ورځ تر بلې پراخېږي او میلیونونه کورنۍ د ژوند د دوام لپاره له سختو او دردناکو پرېکړو سره مخ دي

اوچا په خپلې تازه ارزونه کې ویلي، د افغانستان لپاره د بشري مرستو د روان کال د مرستندویه پلان له ټولې غوښتل شوې بودجې څخه تر اوسه یوازې ۱۷ سلنه تمویل شوې، چې د بشري مرستو د دوام او پراختیا لپاره جدي اندېښنې رامنځته کوي

د یاد سازمان په وینا، د بودجې کمښت د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر بشري پروګرامونه محدود یا وځنډول شي، او میلیونونه اړمن افغانان د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو، سرپناه او نورو لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ شي

اوچا ټینګار کړی چې د مرستو د کمښت له امله ډېری افغانې کورنۍ اړ دي د خپل ژوند د بقا لپاره سختې پرېکړې وکړي، چې پکې د خوړو کمول، د ماشومانو له زده کړو محرومول او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو قرباني کول هم شامل دي

بشري کارپوهان باور لري، که نړیواله ټولنه په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د بشري مرستو لپاره اړینې مالي سرچینې برابرې نه کړي، نو د هېواد بشري وضعیت به نور هم خراب شي او د بېوزلۍ، لوږې او بې‌ځایه کېدو کچه به لا لوړه شي

اوچا له نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو غوښتي چې د افغانستان له میلیونونو اړمنو خلکو سره خپلې مرستې زیاتې کړي، ځکه د بودجې اوسنی کمښت د بشري مرستو د بهیر پر دوام مستقیم اغېز کوي او د زرګونو کورنیو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto