ایرلینډ: په افغانستان کې له جنسي تاوتریخوالي د ښځو د حقونو د محدودولو لپاره کار اخیستل کېږي
بریانیوز شنبه - ۲۰ سرطان ١٤٠٥
نیویارک – د ایرلنډ د عدلیې وزیر جیم اوکالاهان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې له جنسي تاوتریخوالي څخه د ښځو او نجونو د حقونو او ازادیو د محدودولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي
اوکالاهان ویلي، د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې فردي ستونزه نه ده، بلکې په ځینو مواردو کې د فشار او کنټرول لپاره د یوې منظمې وسیلې په توګه هم کارول کېږي. هغه ټینګار کړی چې د افغان ښځو او نجونو وضعیت د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونه وایي، طالبانو په تېرو څو کلونو کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو، کار او ټولنیز حضور په برخه کې ګڼ محدودیتونه لګولي دي
د بشري حقونو فعالان ادعا کوي چې د دغو محدودیتونو شمېر لسګونو ته رسېږي او د ښځو پر وړاندې د پراخو بندیزونو له امله یې د «جنسیتي اپارتاید» اصطلاح کارولې ده
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو له افغان چارواکو غوښتي چې د ښځو او نجونو د حقونو درناوی وکړي او د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې پرې لګول شوي محدودیتونه لرې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1702
-
اخبار افغانستان
843
-
مقاله
551
-
سیاست
188
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl