news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسلام‌اباد : پاکستان د بښنې نړیوال سازمان راپور رد کړ او د امید روغتون د برید په اړه یې ادعاوې بې‌بنسټه وبللې

اسلام‌اباد : پاکستان د بښنې نړیوال سازمان راپور رد کړ او د امید روغتون د برید په اړه یې ادعاوې بې‌بنسټه وبللې

اسلام‌اباد : پاکستان د بښنې نړیوال سازمان راپور رد کړ او د امید روغتون د برید په اړه یې ادعاوې بې‌بنسټه وبللې

بریانیوز- پنجشنبه، ۱- اسـد ١٤٠٥

اسلام‌اباد – د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د معتادینو د درملنې پر «امید روغتون» د هوايي برید او د ملکي تلفاتو په اړه د بښنې نړیوال سازمان وروستی راپور په کلکه رد کړی او ویلي یې دي چې پر پاکستان لګېدلي تورونه له کره شواهدو بې‌برخې دي

د دغه وزارت ویاند طاهر اندراپي ویلي، د بښنې نړیوال سازمان داسې ادعاوې کړې چې د ده په وینا، د باور وړ اسنادو او مستندو شواهدو پر بنسټ نه دي ولاړې. هغه ټینګار کړی چې پاکستان د ملکي وګړو د په نښه کولو تورونه نه مني

دا غبرګون وروسته له هغې څرګند شوی چې د بښنې نړیوال سازمان په خپل نوي څېړنیز راپور کې د مارچ د ۱۶مې نېټې پر برید د خپلواکې او هر اړخیزې څېړنې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغه برید باید د احتمالي «جنګي جرم» په توګه وڅېړل شي. د راپور له مخې، په یاد برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي دي

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت هم د دغو هوايي بریدونو په ترڅ کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې راپورونه خپاره کړي وو، خو پاکستان هغه مهال هم دغه ادعاوې رد کړې وې او ویلي یې وو چې عملیات یې د امنیتي ګواښونو پر ضد ترسره شوي دي

د یاد راپور له خپرېدو وروسته، د پېښې د څرنګوالي او د ملکي تلفاتو د کچې په اړه بحثونه یو ځل بیا تود شوي او د بشري حقونو بنسټونه د خپلواکې او بې‌پرې څېړنې غوښتنه کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto