د افغانستان د جمهوري نظام د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر، عبدالکریم خرم، ویلي چې د امریکا، ایران او اسراییل ترمنځ روانه شخړه د پراخ نړیوال بحران پر لور روانه ده او افغانستان به هم د هغې له احتمالي اغېزو خوندي پاتې نه شي.
بریانیوز- جمعه ٢ اسد ١٤٠٥
خرم په یوه بیان کې ویلي، امریکا چې د ایران د نظام د چټک نسکورولو تمه یې لرله، خپلې موخې ته ونه رسېده او اوس داسې ښکاري چې د ایران د کمزوري کولو لپاره اوږدمهاله ستراتیژي تعقیبوي.
د هغه په وینا، واشنګټن هڅه کوي د عربي هېوادونو ملاتړ بېرته خپل کړي، له سعودي عربستان سره د اټومي پروګرام په برخه کې همکاري پراخه کړي او په لبنان، سوریه او نورو سیمو کې خپل سیمهییز متحدین لا فعال کړي.
خرم د پاکستان احتمالي رول ته په اشارې ویلي، که سعودي عربستان د جګړې مستقیمه برخه شي، نو د دفاعي تړونونو له مخې د پاکستان د ښکېلتیا احتمال هم شته. هغه خبرداری ورکړی چې په داسې حالت کې به د جګړې اغېزې افغانستان ته هم وغځېږي.
نوموړي په خپل بیان کې یو شمېر مهمې پوښتنې هم مطرح کړې دي. هغه پوښتنه کړې چې د پاکستان احتمالي ګډون به پر افغانستان څه اغېز ولري، د برتانیا رول به څه وي چې نوی حکومت یې د امریکا ترڅنګ ولاړ دی او په پاکستان کې هم نفوذ لري، او ایا د جګړې پراخېدل به امریکا دې ته اړ کړي چې د افغانستان په تړاو یو ځل بیا له پاکستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
خرم ټینګار کړی چې د سیمې روان امنیتي بدلونونه د افغانستان لپاره د اندېښنې وړ دي او باید له نږدې وڅارل شي.
په همدې حال د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تر دې وړاندې په منځني ختیځ کې د کړکېچ پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او له ښکېلو لورو یې د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?