بدخشان کې د سرحدي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته؛ ځايي چارواکي د وسلهوالو د شاتګ خبر ورکوي
بریانیوز - جمعه، ۲ اسد ١٤٠٥
ځايي مسوولان وایي، د پنجشنبې په ورځ د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ د توپخانې په سیمه کې د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او یوې وسلهوالې ډلې ترمنځ نښته شوې ده
د چارواکو په وینا، دغه وسلهوال غوښتل د کوزې پښتونخوا د چترال له لارې د بدخشان ولایت خاورې ته داخل شي، خو د سرحدي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول
په بدخشان کې د عمر ثالث فرقې ویاند نورالله نظري طلوعنیوز ته ویلي، سرحدي ځواکونو د دغو وسلهوالو د ننوتلو هڅه شنډه کړه. د هغه په خبره، په نښته کې څو تنه وسلهوال وژل شوي او ټپیان شوي، او یو شمېر نور بېرته د چترال لوري ته په شا تللي دي
نظري د وسلهوالو د هویت او همدارنګه د وژل شویو او ټپیانو د دقیق شمېر په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې نښتې د تېرې شپې تر ناوخته دوام درلود
تر اوسه د دې پېښې په اړه د پاکستاني چارواکو یا کومې وسلهوالې ډلې له لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، او د یادو ادعاوو خپلواکه تایید هم نه دی شوی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1722
-
اخبار افغانستان
869
-
مقاله
589
-
سیاست
220
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl