news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ډله‌ ییز امنیت تړون ټولنې پلاوي په اسلام‌اباد کې د سرحدي ادارو په غونډه کې ګډون وکړ

د ډله‌ ییز امنیت تړون ټولنې پلاوي په اسلام‌اباد کې د سرحدي ادارو په غونډه کې ګډون وکړ

اسلام‌اباد: د ډله‌ ییز امنیت تړون ټولنې پلاوي په اسلام‌اباد کې د سرحدي ادارو په غونډه کې ګډون وکړ

بریانیوز - جمعه، ۲ اسد ١٤٠٥

 د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې (سي‌اس‌ټي‌او) اعلان کړی چې د دې ټولنې د ګډې قومندانۍ یوه پلاوي د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د شانګهای همکاریو ټولنې د غړو هېوادونو د سرحدي ادارو د مشرانو په دولسمه غونډه کې ګډون کړی دی

د ټولنې په وینا، په دې غونډه کې د غړو هېوادونو استازو د سرحدي امنیت، د ګډو ګواښونو پر وړاندې د همغږۍ، د ناقانونه تګ‌راتګ د مخنیوي او د سیمه‌ ییزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې او د نظرونو تبادله کړې ده

په خبرپاڼه کې راغلي چې د غونډې ګډونوالو د سرحدونو د خوندي ساتنې، د جرمونو او نورو امنیتي ننګونو پر وړاندې د ګډو هڅو پر زیاتولو هم ټینګار کړی دی

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې ویلي، د ورته غونډو موخه د غړو او همکارو هېوادونو ترمنځ د امنیتي اړیکو پیاوړتیا، د تجربو شریکول او د سرحدي ادارو ترمنځ د همغږۍ زیاتول دي

دغه غونډه په داسې حال کې ترسره شوې چې د سیمې هېوادونه د سرحدي امنیت، ناقانونه تګ‌راتګ او نورو ګډو امنیتي ننګونو په اړه د همکارۍ د پراخولو هڅه کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto