news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسحاق ډار: سږ کال په پاکستان کې له دوو زرو ډېرې امنیتي پېښې ثبت شوې دي

اسحاق ډار: سږ کال په پاکستان کې له دوو زرو ډېرې امنیتي پېښې ثبت شوې دي

اسحاق ډار: سږ کال په پاکستان کې له دوو زرو ډېرې امنیتي پېښې ثبت شوې دي

بریانیوز - جمعه، ۲ اسد ١٤٠٥

اسلام‌اباد – د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، د روان کال له پیل راهیسې په پاکستان کې له دوو زرو څخه ډېرې امنیتي پېښې ثبت شوې چې له امله یې تر ۵۶۰ ډېر کسان وژل شوي دي

ډار دا څرګندونې د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وکړې او ویې ویل، د ثبت شویو بریدونو ډېری د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ترسره شوي دي

نوموړي ادعا وکړه چې د ځینو بریدونو په اړه د پلټنو پر مهال د بهرنیو وګړو د ښکېلتیا نښې او شواهد هم موندل شوي، خو په دې اړه یې د کوم ځانګړي هېواد یا ډلې نوم یاد نه کړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې ترهګري لا هم د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ پر وړاندې ستر ګواښ دی او د هغې پر ضد اغېزناکه مبارزه د سیمه‌ییزې همکارۍ او ګډو هڅو غوښتنه کوي

هغه د شانګهای همکاریو سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د امنیتي معلوماتو د شریکولو، د سرحدي همغږۍ او د ترهګرۍ ضد ګډو اقداماتو په برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي، څو په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره مناسب شرایط رامنځته شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto